1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صرف ۱۵ ولايتونو کي ور پر ور پوليو واکسين ورکول کيږي

۱۴۰۰ آبان ۱۷, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کي د پوليو ضد واکسين د کامپاين پېل پلان سوی وو. خو طالبانو صرف په ۱۵ ولايتونو کي د کورونو تر دروازو د کامپاين اجازه ورکړې ده.

Afghanistan Polioimpfung für Kinder in der Provinz Ghazni
انځور: Ebrahim Mahdavi/DW

په افغانستان کي د طالبانو په مشرۍ حکومت يو چارواکي ویلي دي چي له ۳۴ ولايتونو څخه ۱۹ په کافي اندازه امن نه دي چي واکسيناتوران د کورونو دروازو ته واکسين ورسولای سي.

د روغتيايي چارو وزارت د پوليو مسؤل، ولي شا مؤمن د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په يادو ۱۹ ولايتونو کي به په مساجدو کي ماشومانو ته واکسين ورکول سي. د نوموړي په وينا دا پروسه به له راتلونکي دوشنبې (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۱۵مه نېټه) څخه پېل سي.

د آلمان خبري آژانس د خبر په حواله د روغتيايي چارو يو بل چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې څرگند سي، ويلي دي چي طالبان په ۱۹ ولايتونو کي د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن دي. د هغه په وينا په زياته په ختيځو ولايتونو کي په تيرو وختونو کي پر واکسيناتورانو بريدونه سوي دي.

خو د روغتيا د نړيوال سازمان او ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو د صندوق له خوا تمويل کېدونکی د پوليو ضد واکسين کامپاين نن په ۱۵ ولايتونو کي پېل سو. په دغو ۱۵ ولايتونو کي به واکسيناتوران کوڅه په کوڅه او دروازه په دروازه گرځي او ماشومانو ته به واکسين ورکوي. دغه کامپاين تر درې کلن ځنډ وروسته بېرته پېل سوی دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هيوادونه دي چي لا تر اوسه د پوليو ناروغي موجوده ده.

آ./ا.ا./ن.ز.