1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو څلور امنیتي ځواکونه وژلي؛ هوايي بمبار ۱۰ کسان وژلي

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په بادغیس کې پر یوه پوځي کتار باندې د طالبانو برید څلور امنیتي ځواکونه وژلي دي. په یوه بله پیښه کې بیا د ناټو په یوه هوایي برید کې لس کسان وژل شوي.

Afghanistan Kämpfe in Ghazni
انځور: Reuters/M. Ismail

د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد ناصر نظري ويلي دي، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر یوه پوځي کتار چې له مرکز قلعه نو څخه تیریدی برید وکړ او په پایله کې یې څلور امنیتي ځواکونه ووژل او اووه نور ټپیان کړل.

په یوه بله پیښه کې افغان امنیتي ځواکونو په لوګړ ولایت کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته له طالبانو سره د نښتو پر مهال د ناټو هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه. د لوګر د ولایتي شورا مشر محمد ناصر غیرت، ویلي دي چې په دې برید کې لس کسان وژل شوي. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په وژل شویو کسانو کې څومره ملکیان دي.

د لوګړ د والي ویاند خالد صافي، ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي. خو ناټو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب