1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کور په کور د طالبانو تلاشۍ؛ خلک يې له بد چلند څخه سر ټکوي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبه

د افغانستان په ځينو جنوبي ولايتونو کي د طالبانو له خوا د کور په کور تلاشي پرمهال ځورونو خلک سخت په تکليف کړي دي. د طالبانو ځايي مسئولان څه وايي؟

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

د هلمند ولایت اوسیدونکې وایې چې له تیرو دوو  ورځې راهیسې د دغه ولايت په مختلفو ولسوالیو کې کور په کور د طالبانو پلټنې پیل سوې چې په دې ترڅ کي د يوې کورنۍ دوه غړي وژل سوي او ۶ نور ټپيان سو يدي.

د هلمند یوه قومي مشر  اختر محمد بادیزي دویچه ویله ته وویل: »د لښکرګاه د قلعه بست سیمې په خاري سیمه کې طالب چارواکو د یوي کورنۍ له غړېو سره تر لفظي شخړي وروسته یو پر بل ډزي کړي چې درې تنه وژل سوی او ۶ نور ژوبل سوي دي.«

هغه وايي چي په دې پيښه کي لومړی له طالبانو سره تر لفظی برخورد وروسته طالبانو د دې کورنۍ یوه ښځه ژوبله کړي او کله چي دغي کورنۍ غوښتل ټپي سوې ښځه روغتون ته ورسوي طالبانو يې د کور پر موټر ډزي کړي او دوې ښځې نوري يې ژبلې کړي او يو کس بل ژوبل سوی.»

هغه زياته کړي چي: »له طالبانو سره د سیمې اوسیدونکې له ډزو کولو وروسته لاس او ګریوان سول او یو طالب هم وژل سوی دې.«

نوموړي دغه راز وويل چې طالبانو د پخوانې دولت یوکس سید محمد په کور کې د خپل ځان ساتنې په موخه یو میل اصلحه لرل چې طالبانو له پلټنې وروسته دومره وهلی او له ځانه سره وړي دې چې اوس یې د مرګ او ژوند درک نسته.

د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکې محمد عظیم دویچه ویله ته وویل: «طالبان راغلل زموږ کور یې وپلټې خو د ځینو کورونو قلفونه یې مات کړل او هیڅ کور نه پریږدي دوې هغه کسان چې دولتي وسلې او یا هم دولتي موټر ورسره وي هغوي نه پریږدي او له ځانه سره یې وړي.»

د پخوانې حکومت پرمهال د هلمند د ولایتې شورا رئیس عطاالله افغان دویچه ویله ته د مرکې پرمهال وویل: «طالبانو په هلمند، کندهار او روزګان کې کور په کور پلټنه پیل کړي او دا کار یې په کابل او هرات کې هم ترسره کړی دی، دوی د یوشمیر کسانو  چې شک باني لري کورنه يې تلاشي کوي.»

د هلمند اوسیدونکې وایې چې له تیرو دوو  ورځ, راهیسې د دغه ولايت په مختلفو ولسوالیو کې کور په کور پلټنې پیل سوېانځور: Wakil Kohsar/AFP

په هلمند کې یو افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور سې له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل: «د طالبانو یوشمیر کسان داسې برخورد کوي چې خلک ورسره ډیر په تکلیف سوي او زموږ غوښتنه داده چې باید دغه کړنې نوري ترسره نه کړي ځکه اولس ډیر ستړي سوې دې.»

هغه زياته کړه: «ځینې چارواکې هره ورځ خلک په تنګ کوي هغوی ته د پیغور په ډول وایې تاسې د پخوانې حکومت ګوډاګیان یاست، د هغوی له پاره مو کار کاوه تاسې د هغوي سترګې یاست چې دغه خبري خلک په تکليف کوي.»

آیا پاکستاني پوځيانو په خوست کې ځینې کورونه تلاښي کړي؟

له بل لوری د هلمند ترڅنګ د کندهار یوشمیر اوسیدونکو هم د کور په کور پلټنو خبر ورکړی او  د طالب ځواکونو پر ځینو کسانو یې د پلټنې پر مهال نیوکي کړي او ویلې یې دي چې ځینو کورونو ته بیله پوښتنې ګرویږنې داخلیږي.

د کندهار ځینو اوسیدونکو پر ټولنیزو رسنیو د پلټنو خبر ورکړی او لیکلې يې دي: «کور په کور تلاشي کومه بده خبره نه ده، خو موظف شوي کسان باید په شخصي کالیو کې کورونو ته وردننه نه شي، دوی بايد د پولیسو په شان یونیفورم ولري، د اجازې ځانګړي کارټونه دې ولري، تر څو خلک یې له غلو سره توپیر وکړي.»

 په هلمند کې د طالبانو د استخباراتو ریاست یو ویاند عبدالواحد حقانې دویچه ویلې ته ومنله چې دوی په هلمند کې له تیرو دوو ورځو راهیسې کور په کور تصفیوي عملیات پیل کړي او د دې عملیاتو پر مهال یوه پیښه هم سوې ده.

هغه وویل: «په هلمند کې تصفيوي عمليات پيل سوي دي، ياد عمليات د يو لوړ رتبه کمېسيون په مشري چې د استخباراتو عمومي رياست، د کورنیو او دفاع وزارتونو د لوړ رتبه مشرانو په ملتيا ترسره کيږي.»

هغه زیاته کړه :«له دوی سره د شکایاتو کمېسيون هم موجود وي چې له خلکو سره بده رويه و نه کړي، همدا راز چې بل کوم اضافه څه ترسره نه کړي، دوی په خورا احتياط سره د خلکو کورونه تلاشي کوي، ياد عمليات له تېرو دوو ورځو راهيسي د هلمند په ټولو ولسواليو او ښاري حوزو کې جریان لري.»

په هلمند او کندهار کې کور په کور پلټني داسې مهال پیل سوي دې چې تر دي وړاندي دوې اونۍ مخکې په هرات، کابل او نورو شمالې ولایتونو کې کور په کور پلټنې پیل سوي وي چي یوشمیر خلکو د طالبانو له ورته چلنده سرټکاوه .

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل