طالبانو یو ځل بیا له افغان حکومت سره د خبرو امکان رد کړ
۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه![Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban](https://static.dw.com/image/49412000_800.webp)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، د دوشنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش تر اعلان وروسته به یوازې له افغان ډلو سره خبرې وکړه نه له افغان حکومت سره.
شاهین لیکلي دي: «کله چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلان شي بیا به له افغاني اړخونو سره مذاکرات شروع کیږي، خو د کابل له ادارې سره به د حکومت په حیث خبرې نه کیږي.»
طالبان له ډیر وخت راهیسې د افغانستان له حکومت سره له خبرو اترو ډډه کوي او هغه د بهرنیانو «لاسپوڅې اداره» بولي. دا په داسې حال کې ده چې د دې ډلې استازو تر اوسه پورې دوه وارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، په مشري د افغان سیاستوالو له یوې ډلې سره په مسکو کې لیدلي دي.
له بلې خوا بیا د ولسمشر غني په مشرتوب افغان حکومت ټینګار کړی دی چې د سولې خبرې اترې باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشرتوب وي. ولسمشر غني له ډیر وخت راهیسې ټینګار کوي چې یوې پایدارې سولې ته د رسیدو په موخه باید طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د خبرو اترو اووم پړاو د شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شو. تر دې مخکې ویل شوي ول چې په دې خبرو اترو کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش باندې توافق وشي. شاهین په یوې پخوانۍ مرکه کې دا هم په ډاګه کړې وه چې د مهال ویش تر اعلانیدو وروسته بیا خبرې اترې «بل پړاو ته چې پکې د افغانانو تر منځ مذاکرات هم شامل دي» داخلیدای شي.
شاهین په داسې حال کې دغه نوي څرګندونې کړي دي چې په همدې ورځ په کابل کې یوه برید چې پړه یې طالبانو ومنله، تر سلو پورې کسان ټپیان کړل. دغه هر څه ښيي چې طالبانو، په داسې حال کې چې له امریکایانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړی دی، له خپلو پخوانيو موقفونو، چې هغه د جګړې دوام او له افغان حکومت سره خبرې نه کول دي، نه دي پر شا شوي.