«طالبانو ۱۶ مسافر وژلي دي»
۱۳۹۵ خرداد ۱۱, سهشنبه افغان چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۳۱مه) د افغانستان په شمال کي ۱۶ مسافر وژلي دي. دا خبر فرانس پريس خبري آژانس ورکړی دی.
د آژانس د خبر له مخي افغان چارواکو ويلي چي وسله والو د مسافر سرويس موټر راګرځولي دي. زياته سوې چي د دغو سرويس موټرو څخه ۱۶ مسافر وژل سوي او په لسهاؤ نور اختطاف کړل سوي دي.
د سيد محمود دانش په نوم د کندوز ولايت وياند ويلي چي «طالبانو ۱۶ مسافر په ډزو وژلي دي.» د شير عزير په نوم د افغان پوليسو يو چارواکي بيا د وژل سوو مسافر شمېر ۱۷ ياد کړی دی.
تعقيب
د کندوز د والي وياند وياند سيد محمود دانش آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل چي د حکومت وسله والو مخاليفينو د کندوز کابل پر لويه لاره مسافر په ډزو وژلي دي. هغه زياته کړه چي يو شمېر نور اختطاف سوي هم دي.
دانش د آلمان ږغ راډيو دري څانګي ته پر تليفون وويل چي مسافرين د کابل کندوز پر لويه لاره په سرويسونو کي د سفر پر حال ول چي د شپې پر وخت يې سرويسونه د وسله والو لخوا ودرول سول. د وياند په وينا احتمالا د ټولو دغو مسافرو شمېر د ۱۳۰ په شاوخوا کي ؤ. هغه زياته کړه چي وسله والو ۳۵ تنه مسافر د ځان سره بېولي دي.
دانش وويل: «هغه کسان چي په شهادت رسېدلي دي، د يو راپور له مخي ۱۲ او د بل راپور له مخي ۱۴ نفر دي.» هغه زياته کړه چي د وژل سوو، ژوبل سوو او اختطاف سوو کسانو شمېرې کره نه دي او ښايي تغير ومومي.
د دغې پيښي په تړاو تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.