طالبانو ۲۰ تنه نور حکومتي زندانیان آزاد کړي دي
۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه![Afghanistan Herat Taliban Kämpfer](https://static.dw.com/image/48560115_800.webp)
طالبانو ویلي چې په لغمان ولایت کې یې ۲۰ تنه حکومتي بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، پرون د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د یادو حکومت پلوه زندانیانو د آزادولو خبر ورکړی وو. تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د روان کال په فبروري میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي توافق بر اساس، افغان حکومت او طالبان د یو بل یو شمیر زندانیان د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه سره تبادله کوي. د معلوماتو له مخې، د شوي توافق پر اساس افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ تنه زندانیان او طالبان بیا ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یکشنبې په ورځ، طالبانو په جنوبي کندهار ولایت کې ۲۰ تنه نور حکومت پلوه زندانیان د سره صلیب چارواکو ته تسلیم کړي ول. د افغانستان حکومت بیا تر اوسه پورې په څلورو پړاونو کې د طالبانو ۳۶۱ تنه غړي له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي.
بل لوري ته یو شمیر جګپوړو امریکايي چارواکو د دې اونۍ په پیل کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره هم ملاقات وکړ. د رپوټونو پر اساس، امریکايي چارواکو تر دې ملاقات وروسته، پاکستان ته هم سفر وکړ او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره یې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.