«طالبانو ۴۰۰ ميليونه ډالر تر لاسه کړي دي»
۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبهپه رپوټ کي زیاته شوې ده، چي طالبانو دغه راز افغانستان ته د نړیوالي ټولني له خوا له ورکړل شوو پیسو څخه په میلیونو ډالر تر لاسه کړي دي. دغه رپوټ په روانه اوونۍ کي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بنديزونو د کارپوهانو له خوا خپور شوی دﺉ.
په رپوټ کي اټکل شوی دﺉ، چي طالبانو د مارچ د ماشتي ترمخه په تیرو ۱۲ میاشتو کي شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي دي. له دغو پېسو څخه نزدې ۲۷۵میلیونه ډالر د طالبانو مشري ته استول شوي دي او پاته ۱۲۵میلیونه ډالر بیا د طالبانو سیمه ییزو قوماندانو ته رسیدلي دي.
په رپوټ کي راغلي دي: «په ټول هیواد (افغانستان) کي د پانګوالو له خوا پیسې د طالبانو مالي کمېسیون ته رسیږي. دا کمېسیون د دغه ډلي د رهبرۍ پر وړاندي مسئول دئ. په دغو پانګونو کي د نشه یي موادو قاچاق او تولید، د بیا رغوني او لوژیستیکي کمپنۍ، د ګرځنده تلیفونو شرکتونه، د کان کیدني شرکتونه او پرمختایي پروژې شاملي دي.»
په رپوټ کي راغلي دي، چي د طالبانو یوه لویه مالي سرچینه اعانې دي. په رپوټ کي د ناټو د اټکلونو له مخي زیاته شوې ده چي د یاغیانو بریدونه هر کال د ۱۰۰ او ۱۵۰میلیونو ډالرو تر منځ مصرف لري. د خپاره شوي رپوټ له مخي بیا پاته پیسې د طالبانو د نورو لگښتونو له پاره بیلیږي.
په رپوټ کي زیاته شوې ده: «له ۲۰۰۶ کال راهیسي طالبان په دې توانیدلي دي چي هر کال خپل بریدونه تمویل کړي او دا د دغه ډلي په عوایدو کي زیاتوالی ښيي.»
په هغو ځایونو کې چې طالبان نفوذ لري، هغوی له سیمه ییزو اوسیدونکو څخه د حاصلاتو لس سلنه او د شتمنۍ دوه نیمه سلنه مالیات اخلي. له حاصلاتو څخه اخیستل شوې مالیه د طالبانو د عوایدو ډیره برخه جوړوي. هغوی ډیر وخت د تاریاکو له حاصلاتو څخه مالیات ترلاسه کوي.
په رپوټ کې راغلي دي: «په ځینو سیمو کي هغوی له سیمه ییزو دوکاندارانو او سوداگرو څخه لس سلنه مالیات راټولوي.»
د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخي طالبانو په ۲۰۰۹ کال کي د مخدره موادو د قاچاق له لاري ۱۵۵میلیونه ډالر گټلي دي. په دغو پېسو کي د تاریاکو له کرونده گرو څخه د مالیاتو راټولول هم شاملیږي. طالبان همداراز د مخدره موادو له سوداگرو څخه ډیري لوی اعانې هم تر لاسه کوي.
افغان چارواکو بیا د ملگرو ملتونو د یوه بل رپوټ په حواله ویلي دي چې طالبانو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د مخدره توکو د تجارت له لارې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي دي خو په افغانستان کې د مخدره توکو ټول تجارت د ۳.۶ او څلور میلیارده ډالرو تر منځ اټکل شوی دئ.
د رپوټ په حواله طالبان د هلمند، کندهار او ارزگان له ولایتونو څخه د نشه یي توکو د کاروبار له کبله ډیرې پیسې ترلاسه کوي خو پر دې سربیره له نورو ولایتونو څخه هم دې ډلې ته پیسې رسیږي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو د عواید له لسو څخه تر شل سلنه برخه د بهرنیو قراردادیانو له خوا هغوی ته ورکول کیږي. طالبان بیا د دغو پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې د ناټو پر اکمالاتي قطارونو باندې بریدونه نه کوي. د ناټو یو رپوټ ویلي دي چې طالبانو په تیرو درو کلونو کې د ناټو له قراردادي شرکتونو څخه ۳۶۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي دي.
متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم ړنگ کړ خو دغه ډله تر دې نیټې وروسته هم د ولسمشر کرزي د حکومت او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکو پر وړاندې جنگیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل