1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ۴۰ کسان د غيرقانوني مهاجرت په تور نيولي دي

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

طالب چارواکي وايي چې په بلخ ولایت کې يې ۴۰ کسان چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه بهر ته پرواز وکړي نيولي دي. دغه خبره د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ کړې ده.

Mazar-e Sharif Flughafen
د آرشیف انځورانځور: DW/Hamid Safi

ځايي رسنیو ويلي دي چې دغه افراد په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړيوال هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دغه افراد د موقتي تحقیقاتو له پاره نيول شوي ول او وروسته بیرته خوشي شول.

د مجاهد په خبره يو شمیر ښځې لا هم په توقیف کې دي ځکه چې د هغوی د کورنیو غړي نه دي راغلي چې دغه ښځې خپلو کورونو ته بوځي.

د طالبانو د حکومت ویاند وویل چې د هغو ښځو له پاره چې لا هم په توقیف کې دي، لازم انتظامات نیول شوي دي، خو نور جزيات يې ور نه کړل.

د آلمان خبري آژانس چې دغه رپوټ يې تيره شپه ناوخته ورکړی، لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې طالبان په رسمي توګه تائيدوي چې دوی بهر ته له تللو څخه د خلکو مخنیوي کوي. خو دا چې دغه افراد کوم هیواد ته تلل دغه آژانس يې په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه بهر ته د وتلو ټول پروازونه د ځینو مسائلو له مخې متوقف کړل. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل