متقي: اوس امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو فرصت برابر شوی
۱۴۰۴ شهریور ۲۲, شنبه
د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته رسېدلی او د طالبانو له سرپرست خارجه وزیر امیر خان متقی سره ېې کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اکس شبکه ليکلي چې په دغه پلاوې کې د افغان سولې له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم شامل دی.
سرچينې زیاته کړې چې امریکايي پلاوي سره په کتنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې شوي دي: «په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو، او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.»
طالبان په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امريکايي قواوو او د افغانستان د امریکا له ملاتړه د برخمن نظام تر ړنګېدو وروسته پر افغانستان حاکم شوي، خو د هغوی حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلي.
د طالبانو د خارجه وزارت په وینا، متقي امریکايي پلاوي ته د دوحې مذاکراتو په اشاره وویل چې «اوس د دې ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.»
متقي زیاته کړې چې د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا په لار کې داسې کوم «پيچلې ستونزې نشته» چې هواری یې ډېر ګران وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امریکايي پلاوي سره خپلو خبرو ته په ځانګړې توګه د «هغو اتباعو په اړه چې یوه او بل هېواد کې بندیان دي» ادامه ورکوي. د طالبانو خارجه وزارت دغه راز ويلي چې امریکايي پلاوي په مشرقي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې تسلیت ووایه او «کابل ته ېې خپل پخوانی سفر ګټور وباله.»
له امریکايي اتباعو ابزاري استفادې په هکله شدید خبرداری
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالتونو نوي شارژدافیر تازه په بهر کې له امریکايي اتباعو د «ابزاري استفادې» په تړاو د ترمپ وروستي فرمان ته په اشارې، خبرداری ورکړی دی.
دونالد ترمپ د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۵مه) له امریکا څخه بهر د امریکايي اتباعو د غیرقانوني نیونو څخه د محافظت د تقويې له پاره یو اجرائي فرمان لاسلیک کړ.
براون د ترمپ دغه فرمان له امریکا څخه بهر د مېشتو امریکايي اتباعو د محافظت له پاره «یو بې ساری» اقدام بللی دی.
هغه پر اکس شبکه ليکلي ول چې د دغه فرمان پیغام روښانه دی، که تاسو د دې هڅه وکړئ چې د یوه امریکايي څخه د چنې وهلو په موخه ابزاري استفاده وکړۍ، له شدیدو عواقبو سره به مخ شۍ.
ښاغلي براون که څه هم د دغه خبرداري په هکله نور جزئيات نه وو ورکړي خو داسې ښکاري چې د هغه اشاره افغان الاصله امریکايي محمود شاه حبيبي ته وه. حبيبي په ۲۰۲۲م کال په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ونیول شو چې تر اوسه ېې د برخلیک په هکله معلومات نشته دي.
د ترمپ د دغه فرمان په یوه برخه کې راغلي چې امریکا متحده ایالات په خارج کې د امریکايي اتباعو د غیرقانوني نیولو د خونديتوب له پاره خپلې هڅې تقویه کوي.