په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته، د طالبانو رئیس الوزرا له ایراني چارواکو وغوښتل چې ددغو مهاجرو د حقونو څخه له سرغړونې ډډه وکړي تر څو « د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې سبب» نه سي.
طالبان ایران ته؛ له مهاجرو سره د اخراج په جريان کې بد چلند مه کوئانځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
اعلان
له ایران څخه د ورځې په لسونو زره افغان مهاجرو په جبري توګه د ستنولو په ترڅ کې له هغوی سره د ایران د امنیتي مامورینو له خوا د بد چلند په هکله هم ډیر رپوټونه خپاره سوي دي.
ځینو اخراج سوو کسانو له اوښکو په ډکو سترگو د خبریالانو د کمرې په مخ کې د اخراج په کمپونو کې له ناوړه چلند لکه وهل ټکولو، لفظي خشونت، توهین او تحقیر، پیسو اخیستلو او اوبو او ډوډۍ ته له نه لاس رسي څخه شکایت کړی دی.
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا په یوې وینا کې له ایران څخه په څلورو لسیزو کې د افغانستان د مهاجرو د کوربه توب له امله ستاینه وکړه، خو له اسلامي جمهوریت څخه یې وغوښتل چې د اخراج بهیر دي په تدریجي ډول ترسره کړي او د اخراج پر وخت دي له توهین او تحقیر څخه ډډه وکړي.
د طالبان د رئیس الوزرا په وینا کې راغلي دي:«موږ تل له ایراني خوا څخه غوښتنه کړې ده چې د افغان مهاجرو د اخراج بهیر دي په عزتمندانه او تدریجي ډول ترسره کړي، تر څو له یوې خوا د مهاجرو حقونه رعایت سي او له بلې خوا د اسلامي امارت ادارې وکولای سي د مهاجرو چارې په سمه توگه مدیریت کړي.»
اعلان
آیا ستانه سوي مهاجر به خپلو پیسو ته لاس رسی پیدا کړي؟
اخراج سوو کسانو په تیرو اونیو کې تل دا شکایت کړی دی چې له ایرانه د اخراج پر وخت یې ونه سو کولای خپله شتمني او مالونه له ځان سره افغانستان ته انتقال او په ایران کې خپل مالي حسابونه تصفیه کړي.
یو شمیر مهاجرو ویلي دي چې له اخراج وروسته د کورونو خاوندانو او ایراني کارفرمایانو د هغوی د مالي حساب له تصفيې څخه ډډه کړې ده او یا یې هم ددې امکان نه دی پیدا کړی چې خپل حسابونه تصفیه کړي.
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
ددغې وینا له مخې، د طالبانو د مهاجرو وزیر مولوي عبدالکبیر د ایران سفیر ته ویلي دي:« ایران په تیرو لسیزو کې د میلیونونوافغان مهاجرو کوربه توب کړی دی او د مهاجرو موضوع باید د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سبب نه سي.»
د طالبانو رئیس الوزرا همدارنگه له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د اخراج پر وخت دي د مهاجرو له پاره لازمې آسانتیاوي برابرې کړي ترڅو په سخته گرمۍ کې له هغو ستونزو سره مخامخ نه سي چې په تیرو څو اونیو کې ورسره مخامخ سوي وو.
د ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې په پای ته رسیدو سره، د ایران اسلامي جمهوریت له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج شدید کړ او د ملگرو ملتونو د احصائیې له مخې په روان کال کې ۱،۲ میلیونه افغانانو ایران پرې ایښی او افغانستان ته داخل سوي دي.