1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ایران دوه لکه افغانانو ته کاري ويزې ورکوي

۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه

د افغانستان د کډ‌والو وزارت ويلي دي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا مدیر کابل ته د خپل سفر پر وخت اعلان وکړ چې ایران به ۲۰۰زره افغانانو ته کاري ويزې ورکړي.

Afghanistan Islam Qala 2025 | Massenvertreibungen afghanis
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

په افغانستان د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت نن جمعه (د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۷مه) پر اکس شبکه ولیکل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې عمومي مشر محمد رضا بهرامي کابل ته راغلی او د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو له سرپرست وزیر مولوي محمد کبیر سره ېې ولیدل.

دغه وزارت زیاته کړې چې بهرامي په دغه کتنه کې وویل چې هېواد ېې په پام کې لري چې د افغانستان ۲۰۰زره اتباعو ته کاري ویزې صادرې کړي.

مولوي عبدالکبیر هم ويلي چې ایران افغانانو ته د کاري ویزو صادرولو ته چمتووالی لري او زیاته کړې ده چې دوی به هم د هغو افغانانو چې په ایران کې پاته دي، د ستونزو د حل له پاره تهران ته یوه طرحه وړاندې کړي.

په کابل کې د ایران سفارت هم د دغې کتنې په هکله یو لنډ خبر خپور کړی خو افغانانو ته د کاري ویزو د صادرلو په هکله ېې څه نه دي ويلي.

هر کال په ګڼ شمېر کې افغانان د کار موندلو په هيله پر غیرقانوني او خطرناکو لارو ایران ته ځي. دغه بهیر له څو لسیزو راهیسې ادامه لري.

د افغانانو اخراج

له ایران څخه د افغانانو اخراج په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

02:29

This browser does not support the video element.

ایراني پلاوي ويلي دي چې د ایران حکومت د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو ادارې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل کړی او کابل سره په ګډه به په ایران کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره کار کوي.

ایران له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی، خو د روان کال له پیل راپدېخوا ېې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري اخراجونه چټک کړي دي.

د کډوالو د چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د طالبانو اداره په بهر کې میشت افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او له کوربه هېوادونو غواړي چې هغوی په اجباري توګه اخراج نه کړي.

مولوي محمد کبیر همدارنګه له ایران هم وغوښتل چې له افغان مهاجرو سره نرم چلند ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د روان کال له پیل راهیسېله ۱ میلیون او ۲۰۰زرو ډېر افغانان له ایرانه وتلي دي. خو وايي چې لاهم شاوخوا ۲ میلیونه مهاجر د قانوني اسنادو له لرلو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي. 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل