«طالبان بیا واک ته نه شي رسیدای»
۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سهشنبهپاکستاني ملا او د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق، په هغه مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د پاکستاني رسنیو له خوا خپره شوه وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیږي. هغه ادعا وکړه چې طالبان د افغانستان د خپلواکۍ له پاره جنګیږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د مولانا سمیع الله د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې طالبان به هیڅکله هم د توپک او زور له لارې په افغانستان کې واک ته و نه رسيږي.
د دغه وزارت وياند صدیق صدیقي وویل چې د سمیع الله څرګندونې کولای شي د کابل او آسلام آباد اړیکې زیانمنې کړي. صدیقي ټینګار وکړ چې طالبان کمزوري شوي دي او خپل ډیر مشران یي له لاسه ورکړي دي. صدیقي وویل: «موږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې د تیرو کلونو په شان پر افغانانو باندې بیا خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.» صدیقي په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې افغانستان به هیڅکله هم خپلې لاس ته راوړنې له لاسه ور نه کړي. هغه وویل: «هیڅکله به هم پخوا ته و نه ګرځو. دا خپلواکي او آزادي چې موږ نن تر لاسه کړې ده دا زموږ د زرهاو ځوانانو د قربانیو او ویني توېدو پایله ده.»
د پاکستاني ملا دغه څرګندونې په داسي وخت خپریږي چې کابل او اسلام آباد د اړیکو د ښه کولو له پاره د نوي فصل د پرانیستلو هڅي کوي.
مولوي سمیع الحق چې د طالبانو د پلار په نوم هم مشهور دی په خپله وروستۍ وینا کې دا ادعا هم کړې وه چې که چیرې طالبان یو یا دوه کاله پریښودل شي نو د افغانستان ټول ولس به له هغوی سره کرار شي.
د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي چې د طالبانو خواخوږي غواړي اوس د طالبانو د مورال د غښتلي کولو له پاره هغوی قوي وښيي. افغان سیاسي کارپوه ګل رحمان رحماني وایي چې پاکستاني مخور چې له طالبانو سره پخوانۍ اړیکې لري کله هم په افغانستان کي له ثبات سره مرسته نه کوي او د طالبانو ګټي غوره بولي. هغه زیاتوي: «په داسي وخت کې داسي ویناوې له یوې خوا په غلطو څرګندونو د طالبانو د غولولو له پاره دي، او په عین وخت کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان بې مورده لاس وهنه ده.»
کابل له وسله والو طالبانو سره د سولي د خبرو په برخه کې د پاکستاني مذهبي مشرانو رول ډیر اغیزناک او اړین بولي. ټاکل شوي وه چې کابل د پاکستاني او افغان عالمانو د یوې سیمه يیزي غونډې کوربه وي خو دغه غونډه د ناڅرګندو لاملونو له امله تر اوسه پورې ځنډول شوي ده.