1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ترکیش ایرلاینز به ژر کابل ته الوتنې پیل کړي

امید دیدار
۱۴۰۳ فروردین ۲۳, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې نیږدې وخت کې به ترکیش هوايي شرکت «ترکیش ایر لاینز» کابل ته الوتنې پیل کړي.

طالبان: ترکیش ایرلاینز به ژر کابل ته الوتنې پیل کړي
طالبان: ترکیش ایرلاینز به ژر کابل ته الوتنې پیل کړيانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي دویچه ویله ته وویل، دا مهال د افغانستان  ټول نړیوال هوايي ډګرونه نړیوالو الوتنو ته چمتو دي او هیله څرګندوي، چې نیږدې وخت کې به د ترکیې هوايي شرکت یا «ترکیش ایر لاینز» هم کابل ته بیا الوتنې پیل کړي.

نړیوالې الوتنې

دا مهال د دوو کورنیو شرکتونو سربېره، ایرعربیه، فلای دبۍ، یازد، ماهان او تابان شرکتونه کابل او د افغانستان نورو نړیوالو ډګرونو ته الوتنې لري او تر څنګ له دغې هېواده چارتر پروازونه هم کېږي.

دطالبانو  د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي دغه راز وویل، موده وړاندې د ترکیش ایر لاینز شرکت یوې تخنیکي ډلې کابل هوايي ډګر له نیږدې کتلی او هیله یې ښودلې، چې ژر به کابل ته الوتنې پیل کړې.

المان: د ترکیش ایرلاینز یوه الوتکه په هامبورګ هوايي ډګر کې انځور: Daniel Bockwoldt/dpa/picture alliance

امام الدین احمدي وویل:«د ترکیش ایر لاینز تخنیکي ټیم راغلی و، میدان یې کتلی. زموږ له خوا کومه ستونزه نه شته. هوايي ډګر پر نړیوالو معیارونو برابر دي. دوی د الوتنو د پیل غوښتنه لرله. تمه ده، چې ترکیش شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.»

د پروازونو عادي کېدل

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال له افغانستان څخه ایران، پاکستان، ازبېکستان، روسیې، هند، سعودي عربستان، ترکیې، چین او قطر ته مخامخ عادي او سوداګریزې الوتنې کېږي.

طلوع نیوز د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ لیکلي، چې تېر کال شاوخوا ۸۱۰ زره کسانو د کابل هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر سفر کړی، چې په دې کې ۱۲۰ زره بهرني وګړي دي.

افغانستان  کې د جمهوري حکومت له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې هېواد ته نړیوالې الوتنې بندې شوې وې.

لادرکه شوې افغانه ماشومه په قطر کې له کورنۍ سره یو ځای شوه

02:55

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل