د آلمان حکومت له لوري د طالبانو د دوو قونسلی کارمندانو تر منلو وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ پیلیږي.
طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو چاپ او وېش پیلويانځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/dpa/picture alliance
اعلان
وروسته له هغې چې د آلمان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري دوه قونسلي کارکوونکي ېې منلي، اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ډېر ژر د آلمان په بن ښار کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې تر څلور کلن ځنډ وروسته د پاسپورټ د چاپ او وېش لړۍ له سره پيلوي.
د طالبانو دغه دوه قونسلي استازي آلمان ته داخل شوي دي. د آلمان حکومت ويلي دي چې دغه استازي افغانستان ته د مجرمو افغانانو د اخراج پروسې د تسهیل په موخه منل شوي دي.
د آلمان فدرالي حکومت د جمعې په ورځ ۸۱ افغانان چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځېدلي ول، کابل ته اخراج کړل. دا د آلمان په اوسني ائتلافي حکومت کې د افغانانو لومړنی اخراجي پرواز او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې دوهم دا ډول پرواز دی. آلمان وايي چې د افغانانو دغه پروازنه ېې د قطر حکومت په منځګړيتوب ترسره کړي دي.
په بن کې د افغانستان قونسلګري
طالبان په حاضر وخت کې یوازې په برلین کې د افغانستان د سفارت او په مونشن کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد مني او د بن قونسلګرۍ له خوا صادر شوي اسناد بې اعتباره ګڼل کیږي.
د آلمان حکومت هم په اوس وخت کې یوازې هغه اسناد مني چې د افغانستان د برلین او مونشن ديپلوماتيکو استازولي له خوا صادر شوي وي.
که څه هم طالبان به ښايي د آلمان په قونسلګرۍ کې د خپلو دوو استاز حضور خپله یوه بریا وګني، خو د آلمان حکومت پر دې ټينګار کړې چې اړیکي به يوازې په تخنيکي سطحه کې پاته وي او د طالبانو د رسمیت پېژندنه به په کارونو کې ځای ونه لري.
د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت هم د اروپا په سطحه د پاسپورټونو د چاپ یوازنی مرکز و، چې له همدې لحاظه دغه قونسلګري لوی اهمیت لري.
اعلان
له قطر څخه د طالبانو ستاینه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي، د آلمان فدرالي جمهوریت سره په «وروستیو خبرو او پرمختګونو» کې د قطر حکومت له منځګړیتوب څخه ستاینه وکړه. په اعلامیه کې راغلي دي چې متقي په دې هکله د قطر له خارجه وزیر داکتر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی، سره پر ټيلفون خبرې وکړې.
د بشري حقونو د فعالانو غبرګون
د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو په آلمان کې د طالبانو د دوو قونسلي کارکوونکو له منلو سره مخالفت ښودلی او «په آلمان کې طالبانو ته د افغانستان سفارت د نه سپارلو» تر عنوان لاندې ېې یو کمپاين پيل کړی دی.
دوی پر اکس شبکه د خپل دغه کمپاين په خپرولو د آلمان حکومت ته په خطاب کې ویلي دي: «طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل د نسل وژنې، له ښځو سره د ضدیت او د قومي پاکسازۍ په معنی دی. هغه هم په داسې حال کې چې دغه رژيم د جزا نړېوالې محکمې تر تعقیب لاندې دی.»
د ۲۰۲۲م کال له پاره د نړۍ تر ټولو پياوړي پاسپورټونه
د هېنلي پاسپورت اندکس وېبپاڼې د ۲۰۲۲م کال له پيل سره سم د ۱۹۹ هيوادونو پاسپورتونه ارزولي دي چې پرې څومره هيوادونو ته بې له وېزې سفر کيدلای شي. دا چې افغانستان او ګاونډي هيوادونه یې کوم ځای لري، دلته يې وګورئ:
انځور: Fotolia/chrisdorney
۱۰ مقام ـ سلوانیا، لاتویا او استونيا (۱۸۱ هيوادو ته بې وېزې)
د دغو درو هیوادونو پاسپورت لرونکي کولی شي، بې له کومې مخکینۍ ویزې ۱۸۱ هیوادونو ته سفر وکړي.
انځور: picture alliance/dpa
۹ مقام ـ سلواکيا او لیتوانیا (۱۸۲ هيوادو ته بې وېزې)
دوه اروپايي هيوادونه سلواکيا او ليتوانيا لسم ځای لري او پاسپورټ لرونکي يې ۱۸۲ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر کولای شي.
انځور: Fotolia/whitelook
۸ مقام ـ هنګري او پولنډ (۱۸۳ هيوادو ته بې وېزې سفر)
د هنګري او پولنډ هیوادونو وګړي، ۱۸۳ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر کولای شي.
انځور: AP
۷ مقام ـ آسترالیا، کاناډا، چک جمهوریت، یونان او مالتا (۱۸۵ هيوادو ته بې وېزې سفر)
د آسترالیا، کاناډا، چک جمهوریت، یونان او مالتا هیوادونو پاسپورټ لرونکي کولای شي چې ۱۸۵ هيوادونو ته بې له دې چي مخکې له مخکې يې ويزه ولري سفر کولای شي.
انځور: picture-alliance/All Canada Photos
۶ مقام ـ بیلجیم، نیوزیلنډ، ناروې، سویس، بریتانیا او امریکا متحده ایالات (۱۸۶ هيوادونو ته بې وېزې سفر)
د غو شپږو بیلجیم، نیوزیلنډ، ناروې، سویس، بریتانیا او امریکا متحده ایالات په ګډه اووم مقام خپل کړی دی او پاسپورت لرونکي يې بې له مخکنۍ ويزې ۱۸۶ هيوادونو ته سفر کولای شي.
انځور: Getty Images/AFP/P.J. Richards
۵ مقام ـ آیرلنډ او پورتګال (۱۸۷ هيوادونو ته بې وېزې سفر)
آیرلنډ او پورتګال بیا په دغه نوملړ کې پنځم ځای لري او اتباع یې کولی شي پرته له کومې مخکینۍ ویزې ۱۸۷ هیوادونو ته سفر وکړي.
انځور: imago/AFLO/blickwinkel
۴ مقام ـ اتریش، ډنمارک، فرانسه، سويډن او هالنډ (۱۸۸ هيوادونو ته بې وېزې سفر)
د دغو پنځو هيوادونو تابعيت او پاسپورت لرونکي کولای شي چې ۱۸۸ هيوادونو ته بې له ويزې سفر وکړي. تر دې دمخه کال کې فرانسې او سویس ۶ مقام درلود.
انځور: dapd
۳ مقام ـ فنلنډ، ایټالیا، لوګزامبورګ، او هسپانیا (۱۸۹ هيوادونو ته بې وېزې سفر)
دغه څلور هیوادونه فنلنډ، ایټالیا، لوګزامبورګ، او هسپانیا بیا د سږني شاخص په لومړۍ ربع کې دریم مقام لري او اتباع یې ۱۸۹ هیوادونو ته کولی شي بې له ویزې سفر وکړي.
انځور: Alfonso de Tomás/Fotolia
۲ مقام ـ آلمان او سويلي کوريا (۱۹۰ هيوادونو ته بې ويزې سفر)
سويلي کوريا او آلمان د اعتبار لرلو له مخې د قوي پاسپورتونو په دغه سيالي کي دويم مقام خپل کړی او وګړي يې ۱۹۰ هيوادونو ته بې له مخکینۍ ویزې سفر کولای شي. تر دې دمخه آلمان په دغه نوملړ کې دریم ځای درلود.
انځور: Getty Images/M. Cardy
۱ مقام ـ جاپان او سنګاپور (۱۹۲ هيوادو ته بې ويزې سفر)
جاپانيان کولای شي چې ۱۹۲ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر وکړي. جاپان تیر ځل هم په دغه مقام وو او دا ځل سنګاپور له دوهم مقام څخه د جاپان ترڅنګ لومړی ځای خپل کړی دی. جاپان د نړۍ له اکثرو هيوادونو سره ښې اړيکي لري او له دې کبله يې وګړو ته حتی بې له ويزې په اکثرو هيوادونو کې ښه راغلاست ويل کيږي.
انځور: imago/AFLO
۸۴ مقام ـ هند، موریتانیا او تاجیکستان (۵۹ هيوادو ته بې ويزې سفر)
د دغو درو هیوادونو اتباع د نړۍ ۵۹ هيوادونو ته بې له ويزې سفر کولای شي، خو تر دې دمخه کال کې هند په دغه نوملړ کې ۹۰ مقام درلود.
انځور: Fotolia/Arvind Balaraman
۱۰۱ مقام ـ ايران او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (۴۲ هيوادو ته بې ويزې سفر)
د دغو درو هیوادونو وګړي و ۴۲ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر کولای شي.
۱۰۸ مقام ـ پاکستان (۳۱ هيوادونو ته بې ويزې سفر)
د پاکستان وګړي ۳۱ هيوادونو ته بې ويزې سفر کولای شي او په دې توګه د دغه هيواد پاسپورت هم په دغه نوملړ کې د وروستیو څلورو هیوادونو په ډله کې دی.
د دغې ارزونې له مخي د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ دی چې پرې يوازې ۲۶ هيوادونو ته بې له مخکنۍ ويزې سفر کيدلای شي. خو په افغانستان کې لا هم د تیر حکومت پاسپورتونه ویشل کیږي. تر افغانستان دمخه په ترتیب سره عراق او سوریه دي.