1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: کنګل شوې پيسې بايد پرته له کوم قيد او شرطه آزادې شي

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

طالبانو يو ځل بیا له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د افغانستان د ميليارډونو ډالرو په ارزښت کنګل کړل شوې شتمنۍ آزاده کړي. طالبانو دغه غوښتنه په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره تر دوه ورځنيو خبرو اترو وروسته کړې ده.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
دوحه - د آرشیف انځورانځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

طالبانو دغه غوښتنه په داسې وخت مطرح کوي چې پر بهرنيو مرستو باندې متکي افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

په دوحه کې د طالبانو او امريکا تر منځ دغه خبرې اترې د طالبانو د بهرنیو چارو وزير، امیرخان متقي په مشرۍ او د افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړي استازي، ټام ویست، په مشرۍ تر سره شوي دي. په دغو غونډو کې له امريکا څخه د تور لیست او د تحريمونو د لرې کولو غوښتنه هم شوې ده.

دا په افغانستان کې د امريکايي قواو د شل کلن ماموريت تر ختميدو او په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته، په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د دوهم دور مذاکرات دي چې ترسره کیږي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د بهرنيو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر ټويټر ليکلي دي چې په دغو ناستو کې: «دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، بشري، روغتيا، تعليم او تربیه، امنيتي مسايلو او همدارنګه د بانکونو د امنيت او د نغدو پیسو په اړه د سهولتونو د برابرولو پر موضوعاتو خبرې کړي دي.»

زیاته شوې ده: «افغان پلاوي امريکايي لوري ته د امنيت له اړخه ډاډ ورکړ او ټینګار يې وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بايد پرته له کوم قيد او شرطه آزاده شي، تور لیست او تحريمونو ته د پای ټکی کيښودل شي او بشري مسايل دې له سیاسي مسئلو څخه جلا وي.»

واشنګټن د افغانستان بانک  نژدې ۹،۵ ميليارډه ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړې ده. دغه اقدام واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته شوی دی. د دې تر څنګ د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک هم په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د پیسو نړيوال صندوق همدارنګه د ۳۴۰ ميليونه ډالرو نوې مرستې په اګست میاشت کې درولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اقتصاد د پام وړ لويدلی دی، له مياشتو راهیسې د ملکي کارمندانو تنخواوې نه دي اجرا شوي او د خزانې سیستم هیواد ته د وارداتو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه وضعیت ته په کتو، خبری داری ورکړی چې د افغانستان شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي چې د ټول نفوس له نیمايي څخه ډيره برخه تشکيلوي، په روان ژمي کې به له لوږې او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ شي.

د طالبانو د اعلان شوي سرپرست حکومت رئيس الوزرا، ملا محمد حسن آخند، د طالبانو یو له هغو څيرو څخه دی چې د امریکا په تحریمونو کې شامل دی. امريکا پر دغو تحريمونو ټينګار کوي او ويلي يې دي چې د عامو افغانانو د حمایت له پاره اقدامات ترسره کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نيد پرايز په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «امريکا متحده ایالات لا هم دې ته ژمن دي چې تحريمونو به يې پر عامو افغانانو باندې د متحده ایالاتو د حکومت او د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د بشري مرستو تر لاسه کول نه محدودوي، په داسې حال کې چې پر تحریم شوو بنسټونو او افرادو شتمنۍ ردوي.»

زیاته شوې ده: «د خزانې وزارت د افغانستان خلکو سره د مرستو د ادامې له پاره عمومي مجوزنه صادر کړي دي همدارنګه د هغو فعالیتونو له پاره چې له لومړنيو بشري اړتیاو څخه ملاتړ کوي.»

امریکا متحده ایالاتو دغه راز له طالبانو څخه غوښتي دې چې په ټول افغانستان کې دې د ښځو او نجونو له پاره د زدکړو امکانات برابر کړي او «د بشر حقونو د نقض اړوند تورونو په هکله يې خپله ژوره انديښنه ښودلې ده.»

د دې ټولو ترڅنګ دا طالبانو ته د هغوی هغه کړې ژمنه هم وریادوي چې دوی باید په خپله خاوره کې تروریستي سازمانونو ته د فعالیت کولو اجازه ورنه کړي او له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو د ډاډمن تګ راتګ تضمین وکړي.

امریکايانو همدا ډول د امریکايي تبعه مارک فريکس د ازادولو غوښتنه هم کړې کوم چې د تیر کال په فبرورۍ کې په افغانستان کې اختطاف شوی دی.

خو طالبانو له امریکا سره دغه خبرې اترې «مثبې» ګڼلي دی او ويلي يې دي چې متقي په دوحه کې په افغانستان کې د جاپان او آلمان له سفيرانو سره هم لیدنې درلودلې دي.