د طالبانو پخوانی مرکچی مطیع الحق خالص، چې د یوه درې کسیز پلاوي مشري کوي، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د کنفرانس په تالار کې چې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازود دوو اوونيو مذاکرات پیل کړي، د ټولو پام یې ځانته اړولی دی.
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۹م کنفرانس (CUP 29) د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۱۱مه په باکو کې پیل شو. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنیدو وروسته په لومړي ځل دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکول شوې ده.
د طالبانو ادارې په تیرو وختونو کې هم هڅه کړې وه چې په مصر او متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم په کنفرانس کې ګډون وکړي، خو دغه هڅه یې بې پایله وه، لوی لامل هم دا دی چې یاده اداره لا هم د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر خالص ، د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د دوی ټیم مختار بابایوف او د نړۍ د اقلیمي کنفرانس (کپ ۲۹) د مشر له خوا په دغه کنفرانس کې د ګډون له پاره وربلل شوي ډي.
ویل کیږې طالب پلاوي په دغه کنفرانس کې یوازي د مېلمه په توګه وربلل شوي او په مستقیم ډول په مذاکراتو کې دخیل نه دي.
د پیژندل شوې جهادي شخصیت مولوي یونس خالص زوی مطیع الحق خالص، د بابایوف له بلنې او د اذربایجان د حکومت له خوا د ویزې د ترلاسه کولو له اسانتیاوو څخه د مننې تر څنګ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د هغه ټیم غواړي »نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوي چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او هیڅ پوله نه پیژني.»
د دې په پام کې نیولو سره چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړۍ له دوښت څخه ډېر اغیزمن شوی، طالبانو استدلال کړی دی چې د دوی سیاسي انزوا باید د اقلیم په نړیوالو خبرو اترو کې د ګډون مخه ونه نیسي. خالص وويل: «د کپ ۲۹ د غونډې ګډونوال بايد په خپلو پرېکړو کې د افغانستان په څېر هېوادونه، چې د اقليمي بدلون له اغېزو ډېر زيانمن شوي، په پام کې ونيسي.»
د اذربایجان د چاپېریال او طبیعي زیرمو وزیر
خو په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند کولی سي په دغه کنفرانس کې د بحث توده موضوع وګرځي، دا ځکه چې په ټوله اقلیمي کنفرانسونو کې د جنستي حقوقو مساوات مهم رول لوبوي.
هرجیت سینګ، د چاپیریال ساتنې یو کارپوه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: »د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه تر ټولو زیانمنونکي، د خپل ژوند شرایط ښه کولو او د اقلیم بدلون سره د سمون له پاره مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.«
هغه زیاته کړه: »خو له هغه ځایه چې د طالبانو اداره هڅه کوي په نړیوالو تمایلاتو کې برخه واخلي، نو د دوی [طالبانو] له پاره اړینه ده چې په خپل هیواد کې د نړیوالو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.«
همداراز سنجي واشست، د جنوبي اسیا له پاره د اقلیم شبکې مدیر (CANSA)، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ښځې او ماشومان د اقلیم د بدلون "اصلي بار" پر غاړه لري.
د هغه په وینا، په داسې حال کې چې طالبان له مذاکراتو محرومه شوي دي »نړۍ نشي کولی د افغانستان خلک چې د اقلیم له بحرانونو، د بشري حقونو د نقض او د بې وزلۍ سره مخ دي، یوازي پریږدي.«
د جنسیتي مسئله په اړه د فرانسې خبري آژانس د پوښتنې په ځواب کې خالص، وویل چې د اقلیم ساتنې پروژو پلي کول به "ښځو ته هم ګټه ورسوي".
د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کوربه هیواد آذربایجان، د طالبانو د بلنې په اړه د نظر ورکولو څخه ډډه کړې.
همداراز دغه هیواد د روان کال په فیبروري مياشت کې خپل سفارت په افغانستان کې پرانیزی، په داسې حال کې چې لا یې هم افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی.
پرمختللو صنعتي هیوادونو ژمنه کړې ده چې د اقلیم د ساتنې او تطابق له پاره به په کال کې سل ميلیارده ډالر مرسته وکړي ترڅو پرمختللي هیوادونه وکولی شي د اقلیم د مخ په زیاتیدونکي بدلونونو سره مقابله وکړي.
انځورونه: په اروپا کې له سېلابونو سره مبارزه
پرله پسې اورښتونه، واوره او سېلاب؛ په آلمان، اتريش، پولند، چيک جمهوريت او د منځنۍ اروپا په نورو هيوادونو کې د ژغورنې عمله هڅه کوي چې انسانان وژغوري. څو کسان مړه شوي هم دي. انځور: Tobias Steinmaurer/dpa/picture alliance رومانيا د شنبې په ورځ د ډېرو اورښتونو له کبله د څلورو کسانو د مړينې خبر ورکړ. د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوب ختيځه سيمه ګالاتی کې نور دوه جسدونه هم وموندل شول. د ژغورنې د عملې په حواله د هېواد ډېرې سيمې اوبو لاندې کړي دي او بايد انسانان ترې خوندي سيمو ته انتقال شوي وای. د یوه کس د لادرکه کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
انځور: Galati Romanian Emergency/dpa/picture alliance په کروشيا کې له جمعې ورځې راهېسې د «بورس» په نوم توپان د ګډوډۍ باعث شوی دی. دغه توپان دمګړۍ د منځنۍ او ختیځې اروپا له هېوادونو څخه نيولی تر تورې بحيرې پورې سيمي اغیزمني کړي او په چيک جمهوريت، اتريش، سلواکيا، پولند او رومانيا کې یې زيانونه اړولي دي.
انځور: Srecko Niketic/PIXSELL/picture alliance په چېک جمهوريت کې اورښتونه او سېلاب د چيک جمهوريت په بېشينه سيمه کې د سېلاب د مخنيوي په موخه ګرځنده خنډونه جوړ شوي. د هېواد لومړي وزير پتر فيالا، وويل: «موږ ډېر ناوړه وضعيت ته چمتوالی نيسي.» هغه وویل چې په ځينو سېندونو کې د اوبو کچه دومره لوړه ده چې د احصايو په حواله په زرو کلونو کې يو ځل دومره لوړيږي. کابو په ټول هېواد کې سېلابونه راغلي دي او ډېر کسان لادرکه دي.
انځور: Vaclav Pancer/CTK/picture alliance د شپږو میاشتو د مودې باران د کابو ۶۰ زرو کورونو بريښنا قطعه شوې ده. د جمعې په ورځ د جيشلاوا سېند اوبه تر څنډو واوښتې. د ډېرو درنو اورښتونو وړاندوینه شوې: د چېک جمهوريت په ځينو برخو کې د مربع متر ساحې پر سر د ۴۰۰ ليتره اورښت وړاندوینه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۲۳م کال کې په دغه هېواد کې پر يوه مربع متره ساحه په اوسط ډول ۷۳۲ ليتره اورښت ثبت شوی وو.
انځور: Patrik Uhlíř/CTK/dpa/picture alliance د اوبو بهېدو ته لاره خلاصول د چيک جمهوريت چارواکي د اوبو د يو شمیر بندونو په خلاصولو سره هڅه کوي چې د سېلاب اوبو له پاره ځای پيدا کړي. لکه دلته [په انځور کې] د هېواد په جنوب کې د نوو مليني په بند کې. په ګاونډي هېواد سلواکيا کې هم حکومت په پام کې لري چې د اوبو مخه ځانګړو ساحو ته وګرځوي څو په پلازمينه براتسلاوا کې د سېلاب مخه ونیوله شي.
انځور: Vaclav Salek/CTK/picture alliance په پولند کې پرله پسې اورښتونه د پولند ګلوچولېزي سیمه چې د چيک جمهوريت سره پر پوله پرته ده، باید ۴۰۰ اوسيدونکی خوندي ځايونو ته انتقال شوي وای. له يو شمیر نورو سيمو اوسېدونکي هم تخليه شوي دي.
انځور: Sergei Gapon/AFP/Getty Images د پولند په جنوب ختیځ کې په یو شمير سيمو کې وضعيت مخ پر خرابېدو دی. دلته په بريسلاو کې لا وضعيت ښه دی خو له چېک جمهوريت سره پرله په ميدزېګورزه سيمه کې د اوبو يو بند تر څنډو ډک شوی دی. چارواکي وایي چې په دې سيمه کې وضعيت کړکیچن دی او د ژورو ساحو د کليو خلک باید تخليه شي.
انځور: Krzysztof Zatycki/IMAGO/ZUMA Press Wire آيا دغه پسونه خپله د ژمي ګرمه وړۍ لري؟ د الپ غرونو په ختیځ کې په ځانګړي توګه د اتريش په يو شمیر سيمو کې ډېره واوره شوې ده چې ډېرې سيمې یې له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي او ترافيک هم: د اتريش د ريلګاډو دولتي شرکت له سفرونو څخه د صرف نظر سپارښتنه کړې ده.
انځور: Martin Huber/picture alliance/picturedesk.com په اتريش کې هم د سېلاب خطر چېرې چې واوره لا پرته وي، په سېندونو کې د اوبو کچې د لوړېدو باعث نه کیږي. خو باران بيا ستونزې زيږوي: په دوناو او نيو دوناو کې د اوبو کچه لوړه شوې او په کوچنيو سېندونو او لویو ويالو کې هم. د هېواد په ختيځ کې سړکونه او ودانۍ اوبو لاندې کړي. د اطفایې يو غړی د مرستې رسولو په ترڅ کې مړ شوی دی.
انځور: Daniel Scharinger/IMAGO د پلازمينې ويانا شا او خوا سيمه له ناورين سره د مخامخ سيمې په توګه درجه بندي شوې ده. وضعيت په ځانګړي توګه د کمپ او کريمز سېندونو په شا او خوا سيمو کې چې دوناو ته ور بهیږي، خراب دی.
انځور: Helmut Fohringer/APA/dpa/picture alliance واوره او په سيندونو کې د اوبو لوړه کچه د آلمان په ځينو برخو کې هم ډېره واوره او باران شوی دی. زاکسن او بایرن ایالتونه په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ دي. د بايرن ايالت په الپ غرونو کې چې د آلمان تر ټولو لوړه څوکه ده، د پنجشنبې په ورځ څو سانتي متره واوره وشوه.
انځور: Ferdinand Merzbach/NEWS5/picture alliance/dpa د آلمان د هوا پيژندنې ادارې په الپ ساحه کې د پرله پسې اورښتونو وړاندوېنه کړې ده.
انځور: Jan Eifert/picture alliance په درېسدن کې هم د سېلاب اندېښنه شته د آلمان په درېسدن کې پر البه سيند باندې يوه نړېدلي پل اندېښنې راپارولې وې، خو په دې منځ کې یې د ملبې ډېره برخه له سېند څخه راايستل شوې ده. دمګړۍ د دغه ملبې له کبله د اوبو د ډنډ کیدو خطر له منځه تللی دی. د وړاندوينو پر اساس به تر راتلونکې چهار شنبې ورځې پورې په البه سېند کې د اوبو کچه تر اوو مترو لوړه شي. په دې سيند کې د اوبو نورماله کچه دوه متره ده. ګرځنده خنډونه هم بايد ودرول شي.
انځور: Robert Michael/dpa/picture alliance
د افغانستان په استازیتوب، خالص په دغه کنفرانس کې وویل چې د افغانستان خلک هم باید د اقلیمي بدلون سرچینو ته د يوه حق په توګه لاسرسی ولري. هغه دا په باکو کې د ۲۰۲۴م کال د اقليم په نړیوال کنفرانس کې د خپل هیواد "اصلي تمه" وبلله.
له څو لسیزو جګړو وروسته افغانستان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی او د اقلیم بدلون له ناوړه اغیزو سره مخامخ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي بنسټ استازي روډریګز، په ۲۰۲۳م کال کې وویل چې وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب او د کرنیزو محصولاتو کمښت په افغانستان کې له عمده ګواښونو څخه دي.
د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې سیلابونو سلګونه کسان ووژل او پراخې کرهڼیزې ځمکې یې ویجاړې کړې. هغه ځمکي چې د دغه هېواد د اتیا سلنه خلکو ژوند ورسره تړلی دی.
خالص وويل، چې افغانستان هڅه کوي په راتلونکي کال کې په برازيل کې د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړي: »موږ ډېره لېوالتيا لرو چې د برازيل په نړيوال کنفرانس کې اصلي ګډونوال و اوسو.« هغه زیاته کړه: »دا د افغانستان د خلکو حق دی، د اقلیم عدالت د هغو خلکو له پاره چې په حقیقت کې د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه ډیر زیان منونکي دي.«
(AFP)