1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د امريکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې ترمپ څخه ملاتړ کوي

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

د طالبانو وسله والې ډلې په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي، هيله لري چې ترمپ به دغه ټاکنې وګټي او ټول امريکایي ځواکونه به له افغانستانه وباسي. د ترمپ مرستيال بيا د طالبانو حمايت او تبليغالتي کمپاين «رد» کړی دی.

Afghanistan | Donald Trump besucht Truppen zu Thanskgiving
انځور: Getty Imags/AFP/O. Douliery

د متحده آيالاتو د سي بي اس خبري شبکې راپور ورکړی دی چې طالبانو په غيرمعمولي ډول د بيا ټاکل کېدو دپاره له دونالد ترمپ څخه ملاتړ کړی دی. ذبيح الله مجاهد چې د دغې ياغي ډلې وياند دی، له يادې امريکايي شبکې سره په تليفوني مرکه کې ويلي دي: «موږ هيله لرو چې هغه به دا انتخابات يوسي او په افغانستان کې د امريکا پوځي‌ حضور پای ته ورسوي.»

طالبان همداراز په کرونا د ترمپ د اخته کېدو څخه اندېښنه ښودلې ده. د دغې ډلې يوه مشر سي بي اس ته ويلي دي:‌ «کله چې مو په کوويد-۱۹ د ترمپ له اخته کېدو څخه واورېدل، د هغه روغتيا ته اندېښمن شولو، خو داسې ښکاري چې هغه اوس ښه شوی دی.»

د ترمپ انتخاباتي ډلې د شنبې په ورځ د طالبانو دغه حمايت «رد» کړی دی. تيم مورتو چې د ترمپ د انتخاباتي ډلې مشر دی، د سي بي ان تلویزيوني‌ چېنل ته ويلي دي: «طالبان بايد پوه شي چې ولسمشر به تل د امريکا له ګټو څخه که په هره طريقه هم وي، ساتنه وکړي.»

ترمپ تر کريسمس پورې د امریکايي ځواکونو د شاتګ ژمنه کړې ده

د طالبانو د اسلام‌پالې ډلې حمايت هغه وخت صادر شو چې ترمپ په دې وروستيو کې د سږ کال تر کريسمسه پورې د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو خبره کړې وه. ترمپ د اوږدې مودې راهيسې ژمنه کړې ده چې امريکايي سرتېري به له افغانستان څخه خپلو کورونو ته ستانه شي. دا داسې يوه ژمنه وه چې نوموړي په تېرو ټاکنيزو منډو ترړو کې هم د امريکا متحده آيالاتو ولس ته ورکړې وه.

اديتي شارما/ن ص/ق ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب