طالبانو د جمعې په ورځ د شهامت په نوم یوې انترنتي پاڼه کې د «۷۵۱ بمونو غچ» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده چې په کې په نزدې راتلونکې کې د لا ډیرو بریدونو ګواښ هم شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک په سپتمبر میاشتې کې د خپل «هوايي ځواک احصایي» خپرې کړې چې په کې راغلي دي چې دغو ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشتې کې په افغانستان کې د تندلارو اسلامپالو ډلو پر ضد ۷۵۱ بمونه کارولي دي. دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې په یوې میاشت کې کارول شوي تر ټولو زیات بمونه دي.
د هوايي ځواک له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي وو: «دې زیاتوالي ته [د بمونو په کارونه کې زیاتوالي ته] کیدای شي د ولسمشر له هغې ستراتیژي سره تړاو ورکړل شي چې په ترڅ کې یې په زیاته کچه او په فعاله توګه افراطي ډلې په نخښه کیږي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ همداراز په اګست میاشتې کې اعلان کړی وو چې افغانستان ته به اضافي عسکر واستوي چې یاغیان وځپي.
خو طالبانو بیا یوازې د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان په اوو ولایتونو کې په بیلابیلو بریدونو کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل. د بریدونو ډیری قربانیان افغان امنیتي ځواکونه ول.
په تر ټولو خونړۍ برید کې طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ولایت د امنیې قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول.
زموږ له ارشیف څخه:
په افغانستان کې تر ټولو وژونکي بریدونه
د طالبانو په يوه برید کې د سه شنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې تر۳۰ زیات کسان ووژل شول او تر۲۰۰ تنو زیات نور پکښې ټپیان شول. کومو وسله والو بریدونو په افغانستان کې ډیر تلفات رامنځ ته کړي؟
انځور: Reuters/O. Sobhaniد ۲۰۰۷ کال د نومبر ۶مه نیټه
یوه ځانمرګي برید په بغلان ولایت کې د ۵۹ ماشومانو او د پارلمان د شپږو غړو په ګډون ۷۹ کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/dpaد ۲۰۰۸م کال د فبروري میاشتې ۱۷مه نیټه
په کندهار کې د سپو جنګولو په موخه د راټولو شویو کسانو په منځ کې ځانمرګي برید د ۵۰ امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۴۰ تنه ووژل.
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Seiamد ۲۰۰۸م کال د جولای میاشتي ۷مه نیټه
په کابل کې د هندوستان پر سفارت برید ۶۰ کسان ووژل.
انځور: Getty Images/AFP/S. Maraiد ۲۰۰۹ کال د اګست ۲۵مه نیټه
په کندهار کې یوه موټر بم ۴۳ ملکيان ووژل.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveerد ۲۰۱۰ کال د جون میاشتې ۹مه نیټه
یوه ځانمرګي برید کوونکي د واده په یوه محفل کې چاودنه وکړه او ۵۰ تنه یې ووژل.
انځور: dapdد ۲۰۱۱م کال د دسمبر میاشتې ۶مه نیټه
په کابل کې د عاشورا مراسمو پر مهال یوه برید ۸۰ کسان ووژل.
انځور: Reuters/O. Sobhaniد ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې ۲۶مه نیټه
په شمالي ولایت فاریاب کې په یوه مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۴۲ تنه ووژل شول.
انځور: Reutersد ۲۰۱۳م کال د اپریل میاشتې ۳مه نیټه
طالبانو په فراه ولایت کې د محکمې مخې ته برید وکړ او د ۱۰ امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۴۶ کسان ووژل. طالبانو غوښتل خپل هغه غړي آزاد کړي چې محاکمې یې جریان لره.
انځور: picture-alliance/Photoshotد ۲۰۱۴ کال د نومبر میاشتې ۲۳مه نیټه
طالبانو په پکتیکا ولایت کې د هغو کسانو په منځ کې چې د والیبال د یوې لوبې لیدو ته راټول شوي ول، چاودنه وکړه او ۵۷ کسان یې ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa/Ahmadullah Ahmadiد ۲۰۱۵ کال د نومبر میاشتې ۹مه او ۱۰مه نیټې
طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر برید وکړ او لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل.
انځور: picture alliance/ZUMA Press/S. Saiemد ۲۰۱۶م کال د اکتوبر۲۶مه نیټه
په داعش ترهګرې ډلې پورې تړلو کسان له غور ولایت څخه ۳۰ تنه برمته کړل او بیا یې ووژل. په وژلو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل ول.
انځور: picture-alliance/AP Photoد ۲۰۱۶ کال د اپریل میاشتې ۱۹مه نیټه
په کابل له چاودیدونکو موادو ډکه یوې لارۍ موټر چاودنه رامنځ ته کړه چې بیا یې په تعقیب د سپکو وسلو جګړه پیل شوه. په پیښه کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۰ تنه نور ټپیان شول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد ۲۰۱۶م کال د نویمبر میاشتې ۲۱مه نیټه
داعش په کابل کې د شعیه مسلمانانو پر یوه مسجد د برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې ۲۷ تنه ووژل شول او ۶۴ تنه نور ټپیان شول.
انځور: picture alliance/AA/H. Sabawoonد ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتې ۱۰مه نیټه
په کابل کې پارلمان ودانۍ ته نزدې غبرګونۍ چاودنې وشوې چې پکښې ۳۸ تنه ووژل شول او ۸۶ تنه نور ټپیان شول.
انځور: Reuters/O.Sobhani د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ۸مه نیټه
د ډاکترانو په جامو کې برید کوونکي د کابل پوځي روغتون ته ننوتل او تر ۵۰ زیات کسان یې ووژل. په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیرو کسانو د وژل کیدو خبره هم کیږي. د برید پړه ترهگري ډلي داعش پر غاړه واخیسته.
انځور: Reuters/M. Ismailد ۲۰۱۷م کال د اپریل ۲۱مه نیټه
طالبانو په مزارشریف ښار کې پر یوې پوځې اډې برید وکړ او ۱۴۴ تنه یې ووژل.
انځور: Reuters/A. Usyanد ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې ۳۱مه نیټه
په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې چاودني تر۱۵۰ ډیر کسان ووژل او په سونو تنه نور یې ټپیان کړل.
انځور: REUTERS/O. Sobhaniد ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې لومړۍ نیټه
په هرات ولایت کې په یوه مسجد کې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل. د برید پړه داعش ترهګري ډلې پرغاړه واخیسته.
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimiد ۲۰۱۷ کال د اګست میاشتې ۲۵مه نیټه
په کابل کې د شعیه مسلمانانو په مسجد کې چاودنه وشوه چې له کبله یې ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۵۰ تنه نور ټپیان شول. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د برید پړه پر غاړه واخیسته.
انځور: Reuters/O. Sobhani