1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د بندیانو مشروط آزادیدل د سولې د تړون خلاف دي

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان له زندانونو څخه د طالب بندیانو مشروط آزادیدل د هغه تړون خلاف دي چې تیره میاشت د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی دی.

Suhail Shaheen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا موضوع د سولې په تړون کې په سمه توګه توضیح شوې ده چې لومړی به ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادیږي او بیا به د افغانانو خبرې اترې پیلیږي.»

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې چې د تیرې میاشتې پر ۲۹مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو، راغلي دي چې واشنګټن به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلیدو مخکې چې د مارچ میاشتې لسمې نیټې ته پلان شوې وې، د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادیدو چارې تسهیل کړي.

طالبانو بیا ژمنه کړې ده چې د دې په بدل کې به له خپلو زندانونو څخه افغان حکومت پورې تړلي ۱۰۰۰ بندیان خوشي کړي. خو ولسمشر غني د دې پلان سخت مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دومره لنډه موده کې د دومره ډيرو زندانیانو آزادول شونې دي.

اوس ولسمشر غني د یوه فرمان په صادرولو سره په دوو مرحلو کې او په مشروط ډول د یو شمیر طالب زندانیانو د آزادولو امر کړی دی.

شاهین له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې: «موږ هیڅکله هم د زندانیانو له مشروط آزادي سره موافق نه وو. که څوک د دې ادعا کوي، نو دا به د فبروري پر ۲۹مه د لاسلیک شوي سولې تړون پر خلاف وي.»

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تړون له مخې باید د مارچ میاشتې پر لسمه نیټه د افغانانو تر منځ هم خبرې اترې پیل شوې وای، خو دغه چاره هم لا تر اوسه نه ده پیل شوې او افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه کومه ډله هم نه ده معرفي کړې.

(M.J/N.Z(Reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل