1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ترکيې په زلزله کې تر ۱۰۰ زیات افغانان مړه یا ټپیان دي»

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ترکیه کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې په ترڅ کې تر سلو زیاتو افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. په ترکیه او سوریه کې په دغه زلزله کې د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۱۰۰۰ اوښتی دی.

Türkei | Erdbebengebiet in Adana
انځور: Teri Schultz/DW

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي: «زموږ د ډيپلوماټانو د معلوماتو له مخي  په ډيري خواشینۍ باید ووایم ۱۰۰ تنه زموږ افغانان د ترکيې په وروستۍ زلزله کي مړه، ټپیان او کورونه يې ویجاړ سوي دي.»

طالبانو ونه ویل، چي په دې ډله کي څو تنه مړه او څوکسان نورټپیان دي.

معلومه نه ده، چي طالبانو دغه معلومات څنګه راټول کړي دي، ځکه په ترکیه کي د افغانستان سفارت تراوسه هم د افغانستان د پخواني حکومت د ډيپلوماټانو له خوا سمبالیږي.

په ترکیه کي د زلزلې په ټوله شمېره کي د بدلون راتلو سره ښايي په دغه هیواد کي د زلزلې له امله د افغان قربانیانو په شمېر کي هم بدلون راسي.

په ترکیه او سوریه کي د دوشنبې ورځي زلزله دومره زوروره وه، چي تراوسه يې د ۱۱ زره کسانو د مړیني او د ۵۰ زرو نورو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکول سوی او ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ سي.

اړوند: سوریه او ترکیه: د زلزلې د مړو شمیر تر ۱۱۰۰۰ اوښتی

هغه افغانان، چي د ترکيې په زلزله ځپلې سیمه کي اوسې، ددغه تریخ حالت په اړه بیلا بیلي خبري کوي. د غور ولایت اوسېدونکې فاطمه رضايي، چي د طالبانو له ویري ۹ میاشتي کیږي په ترکیه کي د کډوالۍ ژوند کوي وايي: « د ترکيې په سویل د آدانا په ښارکي زلزلې زموږ ژوند پر بل مخ واړوی، اوس هره شپه په پارک کي بیدیږو، په دغه یخ کي شپې او ورځي په یو پټو کي تیروو.»

په ترکیه کي یو بل افغان کډوال محمد قربان دویچه ویله ته وویل: «ډېره زوروره زلزله وه، څلور واري يې مځکه داسي وښوروله، چي موږ يې څو واري پر مځکه راغوځار کړو. افغانان ډېر تاواني سوي دي، زلزلې يې کورونه ور ونړول، اوس موږ له وهمه شپې او ورځي په سپورټي لوبغالو کي تېروو، د اړینو لوازمو، خوړو او د ځان تودولو لپاره شی نه لرو.»

یوزیات شمېر هیوادونو زلزله ځپلو ته  مرستندویه ډلي ور لېږلي دي.

اړوند:په ترکيې او سوريې کي دوې سختي زلزلې؛ په سونو انسانان مړه دي

 دطالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د ۱۵ میلیونو افغانیو د مرستې اعلان کړی وو.

زموږ له ارشیف څخه : 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل