1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د سالنګ لار به د ټولو موټرو پرمخ وتړل سي

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایې چې د سالنګ لویه لاره به د بیارغونې د کارونو له امله د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړي. خلک او سوداګر وايي چې دا کار به د خوراکي توکو د کمښت او د بیو د لوړېدو لامل سي.

Afghanistan Salang Tunnel
انځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/IMAGO

په افغانستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې او د سالنګ تونل د کانکریټي کېدو له امله به دغه لاره د سنبلې میاشتې له ۱۹ نېټې وروسته د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ وتړل سي.

دغه وزارت له خلکو او سوداګرو غوښتي دي چې د سالنګ لارې تر پرانېستلو پورې خپل خوراکي توکي او نور اړين توکي خوندي کړي دي څو د خوراکي توکو له ستونزې سره مخ نه سي.

دغه وزارت زیاته کړه: «موږ له ټولو خلکو، ملي سوداګرو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوو چې تر راتلونکو ۱۱ ورځو پوري خپلې اړتیاوې پوره کړي.»

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې او کانګریټ چارې دوو سیمه ایزو کمپنیو ته وسپارلې او زیاته یې کړه چې د دې لویې لارې مالې مصارف به دمسافرو او موټرچلوونکو څخه «حق العبور» په اخیستو ورکړل سي.

سالنګ یوه مهمه لار ده چې د افغانستان مرکز له شمال سره نښلوي. طالب چارواکو موټر چلوونکو ته ویلي دي چې د شیبر – بامیان لاره دې د خپلو ستونزو له پاره وکاروي، خو موټر چلوونکي وايي چې دا لاره اوږده ده او له دوشي څخه تر بامیانو پورې غځېدلې لار خامه او خرابه ده.

حاجي غلام رضا چې د يوه ټرانسپورتي شرکت خاوند دی، دویچه ويله ته وويل چې د باميانو له لارې د بار وړونکو لاريو کارول ناشوني دي او دا کار به په هېواد کې د خوراکي توکو بيې نوري هم  لوړې کړي.

افغانستان پلخمري ښار انځور: AFP/Getty Images

که څه هم طالبانو نه دي ویلي چې د سالنګ لاره به څومره وخت تړلې وي، خو د حاجي غلام رضا په وینا موټر چلوونکو ته ویل سوي دي چې دغه لاره به تر دوو میاشتو پورې تړلې وي.

حاجي غلام رضا زياته کړه: «اوس چې لارې بندې نه دي، د يو ټن خوراکي او سوداګريزو توکو د لېږد کرايه له ١٧٠٠ افغانيو څخه ٢٥٠٠ افغانيو ته لوړه سوې او که لاره بنده سي، نو کرايه به له ۳۰۰۰ زره څخه تر ۵ زره افغانيو پوري پورته سي.»

د تېر حکومت پر مهال د بغلان له دوشي څخه د بامیانو تر شیبر ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو کار روان و، خو د حکومت له سقوط سره د دغې پروژې کار هم ودرېد.

سوداګر او هټیوال وايي، چې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود او سکاره د هېواد له شمال څخه کابل او جنوبي ولایتونو ته لېږدول کېږي او د سالنګ د لویې لارې په تړل کېدو سره به د دغو توکو بیې لوړې سي.

یو تن سوداګر شعیب عثماني دویچه ویله ته وویل: «د سالنګ د لویې لارې بندېدل به پر عامو خلکو لویاقتصادي اغېز وکړي، که د بامیانو له لارې خوراکي توکي ولېږدول سي، کرایه به لوړه سي او موږ مجبوره کیږو چې دا کرایه پر خوراکې توکو ووېشو.»

خلک هیله من دي چې دسالنګ د لویې لارې بیارغونه به په داسې ډول مدیریت سي چې دا لاره به په هیڅ صورت بنده نه سي، ځکه اوس د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم بند ده، خو باروړونکي موټر پري تګ راتګ کولای سي.

د محمد په نوم د کابل یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «خلک د خوړلو له پاره ډوډۍ نه لري. موږ له هټيوال څخه يوه بورۍ اوړه او غوړي په پور اخلو، که د سالنګ لاره بنده سي، د ټولو خوراکي توکو بيې به لوړې سي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې یوه د حل لاره ومومي.»

د سالنګ لویه لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه او څلور سوداګریزې نقطې له کابل او جنوب سره نښلوي او هره ورځ له دې لارې سلګونه مسافر وړونکې او بار وړونکي موټر تيريږي.

محمد اسحق اکرمی/صفت الله ذاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل