1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان: د سره صلیب د کارکوونکو د امنیت تضمین نه کوو

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي له دې کبله چې د سره صلیب ادارې د دې ډلې بندیانو ته مرستې نه دي رسولې نو تر دې وروسته به یې د کارکوونکو امنیت تضمین نه شي. د سره صلیب اداره د جګړې له قربانیانو سره مرسته کوي.

AFGHANISTAN-UNREST-KIDNAPPING
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د طالبانو له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې پس له دې به د سره صلیب کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د امنیت تضمین و نه لري. طالبانو ویلي چې په پل چرخي زندان کې دغه نړیوال سازمان د دوی زندانیانو ته نه روغتیايي او نه هم قانوني مرستې رسولي دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې همدا راز ویلي چې دوی په دې ترتیب له سره صلیب سره تر خپل توافق لاس په سر کیږي چې په پایله کې یې د سره صلیب د کارکوونکو د امنیت تضمین شوی وو. طالبانو ویلي چی دوی به دغه تړون ته وروسته له هغې ژمن شي کله چې د دوی په وینا د سره صلیب اداره بیرته خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي.

د سره صلیب ادارې دویچه ویله ته په یوې استولې اعلامیه کې بیا راغلي دي چې دغه په جګړې کې پر ټولو ښکیلو اړخو باندې اتکا کوي چې وشي کړای د جګړې له قربانیانو سره مرسته وکړي.

د سره صلیب اداره له ۳۰ کلونو ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب