1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د سولي د خبرو بل پړاو پيل سو

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

په قطر کي د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ د سولي خبري پيل سوې. دا د دغو دوو اړخونو ترمنځ د خبرو نهم پړاو دی.

Doha  Intra Afghan Dialogue Afghanistan Konferenz
انځور: AFP/K. Jaafar

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، د تويتر په يوه پيغام کي ويلي دي چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي د خبرو اترو نهم پړاو د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته پيل سوی دی. مجاهد زیاته کړې ده چې د خبرو په دې پړاو کې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال ساکټ مولر، هم حاضر وو.

تر دې مخکي د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليلزاد، په تويتر کي ليکلي ول چي دوی به د خبرو په دې پړاو کي پر پاتو موضوعاتو باندي توافق ته ورسيږي. هغه ليکلي ول: «موږ چمتو يوو، و به گورو چي طالبان هم تيار دي، که نه.»

د اگست مياشتي په نيمايي کي د دواړو اړخونو ترمنځ خبرو اترو وروسته هم طالبانو او هم امريکايي استازو ويلي ول چي خبري يې گټوري وې. څه موده مخکي دواړو اړخونو خوشبيني وښوده چي په نژدې راتلونکې کي به يوې موافقې ته سره ورسيږي.

د ۲۰۱۸م کال له جولای مياشتي راهيسي امریکا متحده ايالات له طالبانو سره خبري کوي، څو د افغانستان اوږده کړکېچ ته يوه سياسي حل لاره ومومي. خبري تر ډيره پر دې رواني دي چي له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه ووځي او طالبان دا ډاډ ورکړي چي افغانستان به د ترهگرو په پناه ځای نه بدلیږي.

دغه خبري اتري به بيا په افغانستان کي د سولي خبرو او د يوه اوربند رامنځ ته کيدو ته لاره هواره کړي.

(nz/ms (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل