1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د «علماوو پر غونډه» برید کونکي وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

طالبان وايي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د علماوو لوېې غونډې ځای ته نژدې دوه کسان چې ډزې ېې وکړې، د دوی د ځواکونو له خوا وژل شوي دي. ويل شوي چې دغه درې ورځنۍ غونډه کې په زرونو کسانو ګډون کړی دی.

Afghanistan Kabul | Talibankämpfer nach Explosion am Sikh Tempel
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس له کابله ليکي، طالب چارواکو وويل چې دوو کسانو د غونډې ځای ته نژدې د يوه کور له بام څخه ډزې پیل کړې، خو هغوی ډير ژر د دوی د «مجاهدینو» له خوا له ووژل شول.

که څه هم چې طالبانو په رسمي توګه د دې غونډې اجنډا چې مشري یې حبیب الله حقاني کوي، نه ده په ډاګه کړې، خو داسې ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د طالبانو لپاره د ملاتړ جلبولو، ملي یووالي ساتلو، د ښځو او ماشومانو د حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو او د خلکو په ستوونزو بحثونه وشي.

ویل کیږي د غونډې تالار ته رسنۍ نه دي پريښودل شوي او یوازې ملي راډيو دا غونډه په ژوندۍ بڼه نشروي.

په کابل کې د ديني علماوو پر لويه غونډه داسې وخت وسلوالو ډزې کړي چې طالبانو وړاندې د غونډې له پاره د کلکو امنيتي تدابیرو د نيولو خبره کړې وه. په دغه غونډه کې کابو۳۵۰۰ کسان برخه لري چې د افغانستان له ۴۰۰ ولسوالیو څخه د ولسوالۍ په کچه دوو دیني عالمانو او یو یو قومي مشر پکې برخه اخیستې ده.