طالبان: د مسکو په «بين الافغاني» مذاکراتو کې گډون کوو
۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه![Russland Vertreter der Taliban in Moskau](https://static.dw.com/image/46780615_800.webp)
په دې غونډه کې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور قومي مشران هم شامل دي، د افغان حکومت چارواکو ته پکښې د گډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
طالبانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال کې د فيبروري ۴) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د مسکو په غونډه کې گډون د «افغانانو د خپل منځي خبرو پر لور لومړی گام دی». د طالبانو د پلاوي مشري به شير محمد عباس ستانکزی وکړي.
خو افغان حکومت پر دې غونډه نيوکې کړي. د ولسمشر غني دفتر په پلازمېنه مسکو کې د سه شنبې ورځې له پاره په پام کې نيول شوې غونډه نيوکې کړي او دا یې د هغو غونډه بللې ده چې د قدرت وږي دي.
د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړی استازی زلمي خليلزاد چې د افغانستان له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جگړې د ختمولو دنده ورسپارل شوې ده، په داسې حال کې چې له طالبانو سره په جلا خبرو اترو بوخت دی، پر دې ډول مذاکراتو تل ټينگار کړی.
طالبان د غني له حکومت سره له مستقيمو خبرو ډډه کوي او دغه حکومت د امريکا لاسپوڅی بولي.