1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د نوي قانون په اړه له نړیوالو سره خبرو ته تیار یو

۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبه

د طالبانو حکومت یوه ویاند ویلي دي چې افغان چارواکي د ښځو په هکله د یوه نوي قانون پر سر د رامنځته شوي جنجال په هکله له نړیوالې ټولنې سره خبرو اترو ته تیار دي.

Afghanische Burka-bekleidete Frauen
په دې نوي قانون کې ښځو ته لارښونه شوې ده چې بې له ضرورته دې له کوره نه وځيانځور: Wakil Kohsar/AFP

ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیي خبرداری ورکړی دی، هغه نوی قانون چې ښځو ته پکې په بشپړ ډول د حجاب کولو او د خلکو په عام محضر کې د خپل غږ نه پورته کولو لارښونه شوې ده، کیدای شي له بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره تعامل ته زیان ورسوي.

د طالبانو ادارې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند څرګندونو ته په ځواب کې چې پکې له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لړۍ پر جاري ساتلو ټینګار شوی وو، د افغانستان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وویل چې پر دې قانون د انتقاد کولو له امله به نور نو په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو له استازولې سره همکاري ونه کړي.

فطرت خبریالانو ته په یوه غږیز پيغام کې وویل چې چارواکي «د اسلامي قانون مطابق له ټولو هیوادونو او سازمانونو سره مثبتو خبرو اترو ته ژمن دي.» مخکې تر دې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې قانون ردول «تکبر» بللی وو.

فطرت پر ملګرو ملتونو او سازمانونو ټینګار کړی دی چې له طالب چاواکو سره دې په مثبت انداز سره خبرې اترې وکړي. هغه وویل: «د ستونزو د حل او اړیکو د پراخولو له پاره خبرې اترې یوازنۍ لاره ده.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د واک له نیولو وروسته تر اوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلې، خو په دې وروستیو کې یې دیپلوماتیکه لاره خپله کړه، په کوم کې چې د قطر په کوربه توب د ملګرو ملتونو په غونده کې ګډون کول هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش ویاند مخکې تر دې د جمعې په ورځ ویلي ول: «موږ به په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له ټولو خواو سره خبرې اترې جاري وساتو»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارک وویل: «موږ تل دا کار د خپل ماموریت په پیروۍ کولو سره ترسره کړی دی او زه به په بې پرې توګه او نیک نیتي سره ووایم چې موږ د ملګرو ملتونو د مقرراتو په پام کې نیولو سره د بشري حقونو او برابرۍ پر پيغامونو ټینګار جاري وساتو.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ له افغان چارواکو سره د تعامل د لا زیاتو لارو د پرانیستلو غوښتنه کوو.»

د امر بالمعروف نوی قانون؛ د افغانانو ژوند به لا هم سخت کړي؟

31:16

This browser does not support the video element.

جنسیتي اپارتاید

د افغانستان د امر بالمعروف وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د ماموریت له خوا پر دغه نوي قانون له نیوکو وروسته ویلي ول چې له دغه سازمان سره نوره همکارۍ نه کوي. د افغانستان د امر بالمعروف وزارت تیره اونۍ دغه قانون تصویب کړی وو.

په دې نوي قانون کې ښځې په عامه ځایونو کې د خپل غږ له پورته کولو منع شوي دي او له دوی څخه غوښتنه شوې ده چې بې له ضرورته دې له کوره نه وځي او که د مجبوریت له مخې بهر وځي، باید خپل ټول بدن او مخ دې پټه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ماموریت مشرې روزا اوتنبايوا، وویل چې دا قانون: «د افغانستان د راتلونکي له پاره یو د انديښنې وړ لرلید» وړاندې کوي. نوموړې زیاته کړه چې دا د همکارۍ د هڅو مخه نیولی شي. اروپايي اتحادیې هم په دې هکله خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو حکومت پر خپلو تګلارو، چې په هغې کې پر ښځو بندیزونه هم شامل دي، د ملګرو ملتونو انتقادونه په دوامداره توګه رد کړي دي. ملګرو ملتونو دې ته د «جنسیتي اپارتاید» نوم ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې دا قانون «په اسلامي لارښوونو کې کلکې ریښې لري» چې باید درناوی یې وشي او ځان پرې پوه کړای شي. د مجاهد په حواله د دې قانون ردول د «تکبر» ښکاریندویي کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب