1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني پوځ ډزو کې د ملي ټلوېزیون خبریال وژل شوی

۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې ویلي، چې خوست ولایت کې پاکستاني پوځ پر خبریالانو ډزې کړي، چې له امله یې د پکتیا د ملي ټلوېزیون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی دی.

د پاکستاني پوځ ډزو کې د ملي ټلوېزیون خبریال وژل شوی
د پاکستاني پوځ ډزو کې د ملي ټلوېزیون خبریال وژل شویانځور: AFP

افغانستان کې د طالبانو ادارې ویلي، چې خوست ولایت کې  پاکستاني  پوځ پر خبریالانو ډزې کړي، چې له امله یې د پکتیا د ملي ټلوېزیون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی دی. چارواکو ویلي، یاد خبریالان له پکتیا څخه د خوست ځاځي میدان ته د رپوټ جوړونې له پاره تللي وو.

د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز دویچه ویله ته وویل، دغه خبریال تېره ورځ له پکتیا څخه د خوست ځاځي میدان ته د رپوټ جوړونې له پاره تللی و، چې د پاکستاني پوځ ډزو کې وژل شوی دی. که څه هم له وژل شوي خبریال سره یې د بل همکار تواب ارمان د ټپي کېدو رپوټونه هم شته؛ خو مستغفر ګربز یې په اړه یوازې همدومره وویل:« چې هغه ښايي سطحي زخمي وي.»

په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو تر منځ ډزې

01:48

This browser does not support the video element.

له خوست ولایت څخه یوې سرچینې بیا د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې د خبریالانو په دغې ډلګۍ ځاځي میدان کې مخامخ برید شوی، چې د خبریال عبدالغفور د وژل کېدو سربېره تواب ارمان، د دوی موټر چلوونکی او یو بل کس هم ټپي شوي دي؛ خو تر اوسه د دغو کسانو د ټپي کېدو په اړه  طالب  چارواکیو څه نه دي ویلي.

له نیږدې یوې اونۍ راهیسې د طالبانو او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې وقفه‌يي جګړې روانې دي، چې دواړه لوري پکې یو بل ته د مرګ، ژوبلې او مالي زیانونو اړولو ادعاوې کوي.

نن سهار هم د کندهار سپین بولدک کې جګړه شوې، چې پکې د ۱۵ ملکیانو د وژل کېدو او له سلو د ډېرو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

هدفي وژنې او د خبریالانو مخ پر زیاتیدونکې اندیښنې

04:47

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل