1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پاکستان کې د سونو افغانانو د نیولو ادعا کړې

۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعه

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ادعا کړې ده، چې پاکستان د هغه هيواد په لاریونونو کې د ګډون په تور تر اوسه ۸۰۰ افغانان نیولي دي. پاکستان تر اوسه پوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان: د پاکستان حکومت په سونو افغانان په لاریون کې د ګډون په تور نیولي
طالبان: د پاکستان حکومت په سونو افغانان په لاریون کې د ګډون په تور نیوليانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته یوې خبرپاڼې کې خبر ورکړی دی، چې د پاکستان  حکومت په اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، په پلوۍ لاریونونو کې د ګډون په تور تر ۸۰۰ زيات افغانان نیولي او زنداني کړي دي.

دغه وزارت دغه شمېرې د اسلام اباد مېشتو افغان کډوالو د آتشې د راپور پر بنسټ خپرې کړي دي.

اړوند: عمران خان: که غوښتنې مو ونه منل شي د مدني نافرمانۍ خوځښت پېلوو

د تېرې نومبر میاشتي په وروستیو کې د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان ، پلویانو په اسلام اباد کې لاریون وکړ. تر لاریون وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوې خبري غونډه کې وویل چې په دغو مظاهرو کې یې د ګډون په تور ۱۹ افغان کډوال هم نیولي دي.

د افغانانو له پاره د نه اعتراض تصدیق او د هغوی انديښنې

30:28

This browser does not support the video element.

له دغو څرګندونو سملاسي وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې اوسېدونکي افغان کډوال باید ژر تر ژره په دغه ښار کې د اوسېدو جواز یا NOC تر لاسه کړي، که نه، له اسلام اباده به وایستل شي.

اوس د طالبانو  د کډوالو چارو وزارت په خپلې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د پاکستان حکومت د خپل وزیر د څرګندونو خلاف د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۸۰۰ افغانان نیولي او زنداني کړي دي.

اړوند: د عمران خان د پلویانو احتجاج: پاکستانی خبریال مطیع الله جان نیول شوی

د طالبانو په خبرپاڼې کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې ده، چې له افغان کډوالو دې د سیاسي وسیلې په توګه کار نه اخلي او دغه راز یې د دغو افغانانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان  حکومت د افغان کډوالو د نیولو په اړه د طالبانو د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه

03:09

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب