1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

طالبان: د پاکستان په برید کي ۱۰ ملکیان وژل سوي دي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ آذر ۴, سه‌شنبه

د طالبانو په حواله په افغانستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا یوه برید کې نهه کوچنیان او یوه ښځه وژل سوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکه غندلی دی.

د طالبانو په حواله په افغانستان کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا یوه برید کې نهه کوچنیان او یوه ښځه وژل سوي دي.
آرشیف: د استوگنو پر ځایونو باندې د پاکستان بریدانځور: Stringer/Anadolu Agency/IMAGO

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۲۵) خبر ورکړ چې پاکستاني واحدونو په نیمه شپه د خوست ولایت په گوربز ولسوالۍ کې یو کور چې ملکي کسان پکښي اوسیدل، بمبارد کړ. نوموړی کور په بشپړ توگه نړیدلی دی. د هغه په خبره، پاکستان سربیره پردې په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هم بریدونه کړي دي چې له امله یې نور څلور کسان زخمیان سوي هم دي.

مجاهد د ایکس پر پاڼه ددغو بریدونو په وړاندې غبرگون کې لیکلي دي: «د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان د پکتيکا، خوست او کونړ په ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو سویو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.»

د دغو بریدونو په اړه تر اوسه پورې د پاکستان پوځ او یا هم بهرنیو چارو وزارت له خوا کومه څرگندونه نه ده سوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بریدونه غندلي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان له خوا پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو هغه هوایي بریدونه چې پکښې کوچنیان او مېرمنې وژل سوي دي، په کلکه غندلي او دا عمل یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف ګڼلی دی.

کرزي د پنجشنبې په ورځ  د ایکس پر شبکې ولیکل چې « دغه بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه، له نړیوالو قوانینو سره په ټکر او د ښه گاونډیتوب د روحیې پر ضد دي.»

نوموړی له پاکستانه غواړي چې له افغانستان سره د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې خپلې کړي، عاقبت اندیشي دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرارولو څخه دي ډډه وکړي.

د پاکستان د پوځ پر مرکزي دفتر باندې د ځانمرګي برید مسؤلیت هیڅ ډلې نه دی منلی، خو دولتي ټلویزیون پي ټي وي رپوټ ورکړی دی چې بریدګر افغانان وو او ولسمشر آصف زرداري یې پړه د "بهرنیانو په ملاتړ د خوارجو پر فتنې" واچوله، چې اسلام آباد دغه اصطلاح  د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو له پاره کاروي.

اړوند:پېښور کې د امنيتي ځواکونو پر مرکز ځانمرګي بريدونه شوي

دغه بریدونه د پاکستان په پیښور ښار کې له ځانمرگو بریدونو یوه ورځ وروسته ترسره کیږي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو درې غړي ووژل سول. په دې وروستیو کې د دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی په ښکاره ډول زیات سوی دی. په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستاند امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو له امله په لسونو کسان ووژل سول. دا په افغانستان کې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو راهیسې د تاوتريخوالي تر ټولو جدي پیښي وې.

له هغه وروسته دواړو خواوو په دوحه کې د اوربند یو تړون لاسلیک کړ. په ترکيه کې د سولې خبرې اترې پرته له کوم دوامداره توافق له ناکامۍ سره مخامخې سوې. شخړه ایزه موضوع هغهوسله والي ډلې  وې چې پاکستان ادعا کوي له افغانستانه د پاکستان پرضد فعالیت کوي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل