طالبان: د پاکستان په تازه حملو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي
۱۴۰۴ مهر ۲۳, چهارشنبه
د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او کلتور ادارې یو ویاند، علي محمد حقمل، د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه نښته تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې شوې.
د سپین بولدک په روغتون کې یو مسئول عبدل جان بارک هم په بیګانۍ نښتو کې د ۱۵ کسانو وژل تائید کړل. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې له ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پاکستان حکومتي رسنیو بیا د بیګانۍ نښتې پړه پر افغان طالبانو وراچولې ويلي دي نښته وروسته له هغې پیل شوی چې افغان ځواکونو «بې دلیله ډزې» وکړې. د پاکستان تلویزیون ویلي چې د پاکستاني ځواکونو په خپلو ځوابي ډزو کې د طالبانو ټانکونه او امنیتي پوستې تخریب کړي دي. د پاکستان دوو امنیتي چارواکو هم د نوم له ښودلو پرته دغه خبره تائید کړه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله بیا په یوه اعلامیه کې ویلی چې لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې کړي چې بیا وروسته افغان ځواکونو «ځوابي حملې ته مجبوره شول.»
هغه ويلي: «... نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي»
د طالبانو اعلامیه وايي د دغو نښتو په پایله کې «ګڼ شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي» او زیاتوي چې د هغوی پوستې، مرکزونه، ټانګونه نیول شوي او «اکثره نظامي تأسیسات» ېې له منځه وړي دي.
مجاهد ويلي چې جګړه د سهار په اتو بجو بېرته کنټرول شوې ده.
د پاکستان پوځ هم په دې منځ کې د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې پر جنوب لویدیځ سرحد باندې یې له طالبانو سره د چهارشنبې سهار په نښتو کې شا او خوا ۲۰ طالب جنګيالي وژلي دي.
د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي: «افغان طالبانو په څلورو ځایونو کې بریدونه وکړل... د دې بريدونو پر شا د تمبولو په ترڅ کې د ۱۵ او ۲۰ ترمنځ افغان طالبان وژل شوي او يو شمیر نور ټپيان دي.»
پوځ په خپله اعلامیه کې زياته کړې ده چې پر شمالي لویدیځ سرحد باندې هم د شپې له خوا په جلا نښتو کې «احتمالاً» کابو دیرش طالب جنګيالي او ورسره مل کسان وژل شوي دي.
په خوست ولایت کې د پولیسو يوه ویاند طاهر احرار هم په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته تائید کړه، خو د اوښتو زیانونو په هکله ېې معلومات ورنه کړل.
دا په روانه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې پاکستاني او طالب ځواکونه د پولې په اوږدو کې پر یو بل خونړۍ حملې کوي. د چین، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو پر دغو نښتو غبرګون ښوولی او ويلي دی چې دواړه ملکونو دې خپل اختلاف د خبرو اترو له لارې حل کړي.