1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د چهارشنبې ورځې چاودونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي

۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبه

طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چې په مزارشریف ښار او کابل کې د تیرې ورځې په چاودنو کې ټول ۱۶ کسان وژل شوي او په لسونو نور ټپیان دي. په کابل کې حمله د «حضرت ذکریا» مسجد باندې شوې ده.

Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند، خالد ځدران، ويلي دي چې د کابل ښار د «حضرت ذکريا» مسجد باندې شوې حمله کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

یو ايمرجنسي روغتون چې په يوه غیردولتي ايټالوي سازمان پورې اړه لري، ويلي دي چې ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي چې له ډلې ېې پنځو تنو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

په مزارشریف کې هم د ملکيانو موټرونه په نخښه شوي دي. په دغه ښار کې طالب چارواکو ويلي دي چې بمونه په درو ميني بسونو کې ځای پر ځای شوي ول.

د بلخ د عامې روغتیا رئيس نجیب الله توانا، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په دغو چاودنو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي چې درې پکښې ښځې دي.

په مزارشريف ښار کې د دغو چاودنو مسئوليت داعش ډلې منلی، خو د کابل چاودنې مسئوليت تر اوسه کومې چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، په یوه ټويټري پیغام کې په مزارشريف او کابل ښار کې پرونۍ چاودنې غندلي او د قربانیانو کورنیو ته ېې تسلیت ویلی دی.

په وروستیو میاشتو کې هم پر مسجدونو، مذهبي اقلیتونو او ښوونځيو باندې حملو کې تر ۱۰۰ ډير کسان وژل شوي ول چې د اکثرو حملو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب