د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ځينو رسنيو تړل کېدو، امنیتي ننګونو او پر رسنیو د محدودیتونو له امله ځینو ژورنالیستانو افغانستان پرېښود او اوس په ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
انځور: Z. F.
د تخلیې په تمه د انتظار سختې شیبې
اغلې پوپلزۍ وايي چې «ما خپل کیس ډېرو سفارتونو ته ولېږو، ځينو یې ځواب را نه کړ او ډېرو زما له خوا د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړی.» پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته ډېر خبریالان بهرنیو هیوادونو ته د تخلیې په تمه ایران او پاکستان ته تللي دي. د دوی زیاتره د نامعلوم برخلیک په هکله شکایت لري.
اغلې پوپلزۍ وايي، تراوسه هیڅ نړیوالې ادارې مالي مرسته نه ده ورسره کړې او له تیرو نهه میاشتې راهیسې يې مصارف به بهر کې مېشت مشر ورور ورکوي. خو پاکستان ته په تللو افغان خبریالانو کې بیا ډېر نور داسې هم شته چې، مالي لګښتونه يې خپل دي او له بې سرنوشتۍ ځورېږي.
انځور: Z. F.
مهاجرت او اقتصادي ستونزې
افغان خبریال شریف شګېوال نهه میاشتې کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي او په دغه هیواد کې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي: «زما دوسیه د بېپولې خبریالانو له ټولنې سره ثبت ده، په لومړي سر کې يې رد ځواب راکړی و، خو ترهغې وروسته چې مې جزییات ورسره شریک کړل، تېره اوونۍ يې مثبت ځواب و.»
افغان ویډیو ژونالیست او اېډيټر رمان پناه وايي چې هر ځای یې دوسیې رد شوي. رمان زیاتوي: «هغه راپورونه چې ما جوړ کړي، یادونه پکې نه شوې چې ايډيت يې ما کړی، نو چې هر ادرس ته چې خپله دوسیه لېږم، زما د ژورنالیستک کار بېلګه غواړي، څو زما کار ورته ثابت شي، همدا لامل دی چې هر ځای مې دوسیه رد کېږي.»
انځور: Z. F.
د خبریالانو د ستونزو اوریدو له پاره اقدام
په اسلام اباد کې یو شمېر افغان خبریالانو د ''Afghan Journalists at Risk'' په نوم حرکت رامنځ ته کړی، څو د تخليې په تمه پاکستان ته د تللو افغان خبریالانو له پاره لابي وکړي. د دغه حرکت د رهبرۍ بورډ غړی عبدالله همیم مني چې تراوسه يې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې خو هڅې به دوامداره ساتي.
انځور: Z. F.
په خپله لاس په کار کیدل
دغه حرکت، پاکستان ته تللي شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان لیست کړي، خو وايي، دا شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي. د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې رئیس حجت الله مجددی وايي، په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسنيزو کاروونکو هيواد پرېښی، چې ځینې يې لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې بې سرنوشته پاتې دي.
انځور: Z. F.
انځورونه1 | 8
يادې سرچينې وويل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د دغه بنديز پلوي نه دي، ځکه په دې دوره کې دا کار نه شونى او نه هم د دوى په ګټه دى.
ایا د دې قانون پلي کول اجبارې دي؟
وروسته له هغې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورورنو پر خپرولو د بندیز موضوع مطرح شوې ده، نه یوازي دا چې پر ښځو او د بیان پر آزادۍ د وضح شوي قوانینو محدودیتونه لا پسې ډیروې، بلکې یاد محرومیتونه د نړیوالو له خوا هم په پراخه کچه له ننګونو سره مل دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند وویل: »د قانون په تطبیق کې جبر ځای نه لري. دا یوازې یوه لارښوونه ده او خلکو ته قانع کول دي چې دا واقعیا د شریعت خلاف دی او دوی باید له دې څخه ډډه وکړي.«
د طالبانو له خوا پر رسنیو په وضع شوی قانون کې بېلابېل احکام وجود لري چې پکې د ټولو ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز هم شامل دی او رسنۍ باید داسې مواد خپاره نه کړي چې له شريعت سره په ټکر کې وي.
ویل کیږې د دغه نوي قانون ځینې مادې لا هم نه دي عملي شوي، دا ځکه چې پخپله طالب چارواکي هم په ټولنیزو شبکو کې د خلکو انځورونه خپروې.
د فراسې خبري اژانس ته یوه خبریال چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه دي غوښتي نوم یې واخیستل شي ویلې دي، چې د امر بالمعروف کارمندانو خبریالانو ته لارښونه کړې ده څو د پیښو انځورونه له لرې واټن څخه واخلي څو ورو ورو له دې موضوع سره عادت وکړي.
په بهر کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي، دویچه ویله ته وویل: «طالبان د بیان پر ازادۍ او رسنیو باور نه لري او له همدې امله هره ورځ پر خبریالانو فشارونه زیاتیږي.»
که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي دي، چې دغه قانون به په زوره نه پلي کېږي، خو عبیدي وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې رسنیو ته امر شوی دی چې دغه قانون تعقیب کړي او د عکسونو له خپرولو ډډه وکړي.
وروسته له هغې چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې بيا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې ۸۴۰۰ کسانو په رسنیو کې کار کاوه او د رسنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې اوس یوازې ۵۱۰۰ کسان په رسنیو کې کار کوي چې یوازې ۵۶۰ یې ښځې دي.