1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د ښځینه محصلینو ازموینه دې آنلاین واخیستل شي

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته په یو لیک کې سپارښتنه کړې چې د ښځینه محصلینو د تحصیلي دورې د مونوګراف دفاع غونډه او د وروستي سمستر ازموینه دي په انلاین ډول تر سره شې.

آرشیف: انځور افغان زده کړیاله انلاین زده کړه کوي
آرشیف: انځور افغان زده کړیاله انلاین زده کړه کويانځور: ALI KHARA/REUTERS

د لوړو زده کړو وزارت په هغه مکتوب چې دویچه ویله ته رسېدلی، راغلي چې په دغه پلان کې یواځې هغه ښځینه محصلانې شاملېدای شي چې د تعلیمي کال د وروستي سمستر له آزموینو څخه په خصوصي پوهنتونونو کې پاتې شوي.

په دغه مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ښځینه محصلانې کولای شي چې د مونوګراف دفاعيه په انلاین ډول ترسره کړي.

که څه هم په دغه لیک کې د دغه پلان په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي زده کړو د ملاتړ کمېسیون غړی وايي، دغه پلان به په ۲۰ ورځو کې عملي شي.

د افغانستان له پاره د آنلاين پوهنتون پروژه

د طالبانو د لوړو زده کړو په وزارت کې د خصوصي سکټور د ملاتړ د کمیسیون غړي سید کریم شاه نیکمل، دویچه ویله ته وویل: «زموږ پریکړه دا ده چې هغه نجونې چې بې برخلیکه پاتې شوي، د دې پلان په پلي کیدو سره به خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي. پلان به په شلو ورځو کې د افغانستان په ټولو خصوصي پوهنتونونو کې پلي شي.»

خو د افغانستان د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، چې تر اوسه د دغه پلان د عملي کېدو په اړه کوم مشخص میکانیزم نه دی وړاندې شوی.

کندهار؛ ښځو ته له کوره د کارکولو زده کړي ورکړل سوي

د خوست ولایت د خصوصي طب د لوړو زده کړو موسسې مسؤل، بادشاه زر ابدالي دویچه ویله ته وویل: «دا یو ښه پلان دی او موږ چمتو یو چې د وروستي سمستر محصلین په انلاین ډول د خپلو مونوګرافونو دفاع وکړي، او همدارنګه هغه ښځینه زده کړیالانې چې د دوی د وروستي سمستر د یو څو مضمونونو ازموینې پاتې وې، هغه ترې په آنلاین ډول واخیستل شي.«

خو ابدالي وايي چې د انلاین سیسټم په اړه دوی ته کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دغه راز په هرات ولايت کې د جامې خصوصي پوهنتون علمي مرستيال عتيق رحيمي وايي، دوى چمتو دي چې ښځينه محصلينو ته له تېرو تجربو او اسانتياوو څخه په ګټې اخیستنې سره آنلاين سيسټم په اسانۍ سره د ورستي سمستر په آزموينو کې پلی کړې.

په ورته وخت کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر ښځینه محصلانې وايي چې دغه پلان هم له ستونزو سره مخ دی.

فتانه هغه افغان زده کړیاله ده چې په خبره یې: »طالبان باید نجونو ته په پوهنتونونو کې د زده کړو شرایط برابر کړي، آنلاین د حل لاره نه ده، په افغانستان کې انټرنټ کمزوری او ګران دی، موږ څرنګه د هغو مونوګرافونو څخه دفاع وکړو چې موږ ته یې به اړه د تحقيق شرائط برابر نه وو.«

په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي سکټور د ملاتړ کمېسیون غړی سید کریم شاه نیکمل وايي، ډېر ژر به د مخابراتو وزارت په همکارۍ ارزانه او لوړ سرعت انټرنیټ ته د افغان محصلینو د لاس رسي یو مشخص پلان وړاندې کړي، تر څو د زده کړو زمینه برابره شې.

هغه زیاته کړه: »تېرو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې انټرنېټ ګران او سرعت یې ټیټ دی، نو د لوړو زده کړو وزارت له مخابراتو وزارت څخه وغوښتل چې د انټرنېټ ځینې بستې دې برابرې کړي، څو د تطبیق وړ وګرځي. دا پلان د پلي کولو لپاره آسانه تمامیدلاې شې.«

باید وویل شې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې ښځې له کار کولو، تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو، پوهنتونونو او تفریحي مرکزونو ته له تلو او همدا راز له ټولنیزو او عامه فعالیتونو څخه تقریباً بې برخې کړې دي.

آیا د نجونو پر مخ به تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل