په کابل کې اورلګېدنې ۷۰۰زره ډالره زیان اړولی
۱۴۰۴ آذر ۳۰, یکشنبه
پر ټولنیزو رسنیو د کابل ښار په منډوي کې د اورلګېدنې خپرو شوو انځورونو کې له لرې ښکاري چې د پېښه له ځایه غليظ لوږی هوا ته پورته کيږي.
د طالبانود کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر اکس شبکه ېې خپره کړې ويلي دي چې په اورلګېدنه کې ۸ دوکانونه او ۱۰ زېرمتونونو سوځېدلي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ليکلي چې اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له کبله رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې چې اورلګېدنه د کابل پر وخت د سهار په شاوخوا څلور بجو پیل شوه چې د ماسپښین تر ېوې بجې ېې ادامه درلوده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اوروژنې ادارې اقدام، د اور د خپرېدا او لا ډېرو زیانونو له اوښتو مخنيوی کړی دی.
تر دې مخکې هم د کابل په ګډون د افغانستان د ښارونو په دوکانونو او مارکېټونو کې اورلګېدنې رامنځ ته شوي دی. د دا ډول پیښو عمده دلیل په ساختمانونو کې د اورلګېدنې د مخنیوي له پاره د لازمو امنيتي تدابیرو نشتوالی یا بې احتیاطي په ګوته کیږي.