1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کابل په شمال کې مو د داعش یو پټنځای له منځه وړی

۱۴۰۰ مهر ۱۲, دوشنبه

طالبانو ويلي چې د کابل په شمال کې يې د داعش یو پټنځای له منځه وړی دی. رويټرز خبري آژانس ليکلي چې طالبانو دغه اقدام تیره ورځ په کابل کې د عیدګاه مسجد مخې ته د يوې چاودنې وروسته ترسره کړی دی.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ويلي دي چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو د يکشنبې په ورځ ناوخته د کابل ښار شمال ته په ۱۷مه ناحیه کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې پر یو مرکز عمليات ترسره کړي دي.

مجاهد د دوشنبې ورځ په سهار وختي په دې اړه پر خپل ټويټر ليکلي دي: «دغه عملیات چې خورا بریالي او پریکړنده وو، په پایله کې یې یاد مرکز په بشپړه توګه له منځه لاړ او په کې میشت داعشي فتنه ګر ووژل شول.»

ذبیح الله مجاهدانځور: Stringer/REUTERS

تر دې وړاندې ځايي رسنیو په سیمه کې د درنې جګړې رپوټ ورکړی وو او دغه خبره د سيمې اوسیدونکو هم تصدیق کړې ده او ويلي يې دي چې دوی د شپې په جریان کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اوريدلي دي.

لا تر اوسه تائيد شوې نه ده چې آيا طالبانو دغه عملیات، د عیدګاه مسجد مخې ته د تیرې ورځې چاودنې سره مستقیم تړاو لري او که نه. د ځينو سرچینو په حواله د چاودنې پر مهال، په مسجد کې د طالب چارواکي ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم ترسره کیدل. د طالبانو یوه ویاند، سعيد خوستي، تیره ورځ دویچه ویله ته وویل چې په یاده چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

طالبان چې په پنجشیر ولایت کې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود له زوی، احمد مسعود، سره هم جګړه کوي، ويلي دي چې دوی اوس تقریبا پر ټول افغانستان باندې خپل کنټرول لري، خو په کابل کې د يکشنبې ورځې پيښه او په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې د ناامنیو پيښې د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په افغانستان کې امنيت په بشپړه توګه تامین نه دی.

ر/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب