1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کابل په پرونۍ چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي دي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

په کابل کې د طالبانو پولیس وايي چې د کابل د شنبې ورځې ماښام په چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.

 آرشیف  - په کابل کې د ۲۰۲۲م کال د دسمبر میاشتې په ۱۲مه د یوې چاودنې د ځای انځور
آرشیف - په کابل کې د ۲۰۲۲م کال د دسمبر میاشتې په ۱۲مه د یوې چاودنې د ځای انځور انځور: Wakil Kohsar/AFP

طالبان: د کابل په چاودنه کې دوه کسان ټپيان شوي ديد کابل د پولیسو ویاند، خالد ځدراڼ، وویل چې چاودنه د یوه مقناطيسي ماین وه چې پر یو شخصي موټر نښلول شوی وو.

چاودنه د شنبې په ماښام په ځايي وخت شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار د پولیسو په دوهمه حوزه کې شوې ده. پولیس وايي چې د تحقیقاتو يو ټیم ېې د پېښې په اړه د پېښې په ځای کې څېړنه کړې ده.

د آلمان خبري آژانس لیکي چې په سملاسي توګه د دغې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه ده اخیستی. خو له شاوخوا یونیم کال راهيسې چې طالبان بیا واک ته رسيدلي داعش ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه ډير کړي دي. دغې ډلې په خپلو بریدونو کې تر ډيره مذهبي لږکۍ، د طالبانو غړي او هغه سېمې چې بهرني ديپلوماتان پکې اوسېږي، په نخښه کړې دي.

داعش ډلې د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د ېوې چاودنې مسئولیت په غاړه واخیست چې پکې د دغه وزارت د کارمندانو په ګډون په لسونو کسان ووژل او ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لويديځ له لورې د ښځو په هکله د طالبانو د سختو سیاستونو او بشري حقونو ته د لږې پاملرنې له کبله سخت منزوي شوی هم دی. د طالبانو حکومت تر اوسه هيڅ حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

   (dpa)/mks/akh

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل