1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د «کار په بدل کې غنم» پروګرام پراخوي

۱۴۰۰ دی ۲۲, چهارشنبه

د طالبانو ادارې ويلي دي چې د «کار په بدل کې غنم» د ورکړې پروژه پراخوي. د مالي بحران په پراخيدو سره د عمومي سکتور په زرونو کارګرو ته به د دې پروګرام له مخې د کار په بدل کې د پېسو پر ځای غنم توزيع شي.

Afghanistan | Afghanische Regierung verteilt Getreide in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د طالبانو د کرهڼې وزارت چارواکو د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي دي چې هغه غنم چې زياتره برخه یې د هند له خوا پخواني حکومت ته د مرستې په توګه ورکړل شوي ول، د معاش په ډول به ۴۰ زره کارګرو ته توزيع شي. په دې توګه به هره ورځ د پنځو ساعتونو کار په بدل کې يوه کارکوونکي ته ۱۰ کيلوګرامه غنم ورکول کیږي.

چارواکو ويلي دي چې د غنمو د توزيع طرحه به د کابل د عامه خدماتو له کارګرانو څخه ټول هيواد ته وغځوله شي.

د طالبانو د کرهڼې وزارت مالي او ادارې مرستيال فضل باري فضلي وويل: «موږ چمتو يوو چې له خپلو خلکو سره تر کومه حده چې مو په وسه وي، مرسته وکړو.»

د طالبانو حکومت تر دې دمخه اعلان کړی وو چې له پاکستان څخه ۱۸ ټنه غنم ترلاسه کړي دي او دغه هيواد ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به  ۳۸ ټنه غنمو نوره مرسته وکړي.

فضلي وويل چې د هند د ۵۵ ټنه غنمو د مرستې په اړه هم له هغه هيواد سره خبرې رواني دي. هغه وويل: «موږ د کار په بدل کې د خوراک د ډېرو پروګرامونو پلانونه تر لاس لاندې لرو.»

دا روښانه نه ده چې څومره مقدار مرسته شوي غنم به د بشري مرستو په توګه نيغ په نیغه وويشل شي او څومره به د کار په بدل کې توزيع شي.

د دې پروګرام پراخول په افغانستان کې د بحران د شديدو معنا ورکوي. دا امکان لري چې دا پروګرام مرسته کوونکو ته په دې اړه پوښتنې پيدا کړي چې له دې بشري مرستو څخه د حکومتي اهدافو له پاره استفاده کيږي، هغه هم په داسې يوه وخت کې چې طالبان له نړيوالو بندیزونو سره مخامخ دي.

د طالبانو پر غړيو نړيوال بندیزونه د افغانستان د شتمنيو د کنګل کيدو او پر دغه هېواد د نړيوالو مرستو د سملاسي بندیدو لامل شول. دې بندیزونو د طالبانو حکومت د مالي محدوديتونو او اقتصادي بحران د پراخيدو سره مخامخ کړی دی.

د سه شنبې په ورځ ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال له پاره  له افغانستان سره د ۴،۴ ميليارده ډالرو بشري مرستو غږ وکړ څو په دغه هيواد کې د يوه بشري ناورين مخه پرې ونيول شي.

ب. ص/ ن.ز (Reuters)