1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان: زموږ زندانیان لا هم په بګرام کې دي

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د طالبانو ویاند وايي چې د زندانیانو د تبادلې موضوع نه ده عملی شوې. څو ورځې وړاندې ولسمشر غني د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو د آزادیدو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د طالبانو د دریو زندانیانو د تبادلې خبر ورکړ.

Anis Haqqani und Hafiz Rashid Mitglieder des Haqqani Netzwerks
انځور: picture-alliance/AP Photo/National Directorate of Security

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د زندانیانو تبادلې تراوسه پورې صورت نه دی موندلی. مجاهد وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره تر هوکړې وروسته هم طالب زندانیان آزاد نه شول.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوو تنو بهرنیو استادانو په بدل کې د طالبانو د یادو زندانیانو د آزادولو ژمنه وکړه. مجاهد د دې کار د دلیل په هکله توضحیات نه دي ورکړي.

انځور: Reuters/Afghan Presidential Palace

د طالبانو د ډلې د مرستیال سراج الدین حقاني ورو انس حقاني هم په دغو دریو زندانیانو کې شامل وو. د طالبانو ویاند وویل چې د پوهنتون استادان لا هم د دوی په بند کې دي.

طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې د امریکايي پوهنتون استادان له کابل څخه وتښتول. په دوی کې یو کیوین کینګ د امریکا تبع او بل ټیموتي ویکس د آسترالیا تبع دی چې تر اوسه پورې د طالبانو په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.

APE/AKH/AWA

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل