1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبان: زموږ په زندانونو کې شاوخوا زر ښځې بندیانې دې

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

د طالبانو د زندانونو د تنظیم اداره وايي چې د دوي په زندانونو او توقیف ځایونو کې له ۲۰زرو ډېر کسان موجود دي. د دغې ادارې سرپرست وویل چې د ۱۱۰۰۰ محکوم شوو بندیانو په ډله کې ۱۰۰۰ تنه ېې ښځې او شاوخوا ۸۰۰ ېې ماشومان دي.

آرشیف -  کابل کې د پلچرخي په زندان کې یوطالب جنګیالی - د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۵
د طالبانو د زندانونو د تنظیم اداره وايي د دوي په زندانونو او توقیف ځایونو کې له ۲۰زرو ډېر کسان موجود دي چې زر تنه ېې ښځې او شاوخوا ۸۰۰ ېې ماشومان دي.انځور: STRINGER/REUTERS

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د دغې ډلې له لوري د زنداني شوو او توقیف شوو افرادو ارقام په ډاگه کړل.

د طالبانو د یادې ادارې مشر، مولوی محمد یوسف مستري، په دې هکله وويل چې کوم افراد چې د افغانستان د مرکز او ولایتونونو په زندانونو کې بندیان دي، د محکمو له خوا محکوم پېژندل شوي دي.

د هغه په خبره، له دې علاوه د ۱۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ زرو پورې نور کسان د دوی په توقیف ځایونو کې خپلې شپې او ورځې تېروي او د محکمې فیصلو ته ېې منتظر دي.

مستري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «په زندانونو کې د شاوخوا ۱۱۰۰۰ زره کسانو له ډلې نژدې ۱۰۰۰ تنه ېې ښځې او ۸۰۰ ېې زیر سن افراد دي.»

خو دا چې د طالبانو په توقیفځایونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسانو په ډله کې هم ښځې او ماشومان موجود دي او که نه، د طالبانو دغه چارواکي ېې په اړه څه ونه ویل.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې د ارقامو له مخې، د دوی په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰ بهرني اتباع هم بندیان دي چې د ګاونډيو او نورو هېوادونو اوسيدونکي دي.

دویچه وله د/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب