1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: سینګارتونونو ممنوع خدمات وړاندې کول

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

طالبان وايي د ښځو پر سینګارتونونو ېې ځکه بندیز لګولی چې په هغو کې داسې خدمات چې په اسلام کې ممنوع دي وړاندې کېدل. طالبانو په دې برخه کې د ويښتانو ايښودل او د ورېځو ایستلو او د هغو لوړ لګښت په څېر مواردو ته اشاره کړې ده.

Afghanistan Taliban schließen Schönheitssalons
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د اسوشيتید پریس خبري آژانس په حواله طالبانو دغه وضاحت د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې ورکړ چې دغې ډلې څو ورځې مخکې تائيد کړه چې د افغانستان په سطحه ټولو سينګارتونونو ته ېې امر کړی دی چې تر یو میاشت پورې دې خپل دغه کار و بار او هټۍ بندې کړي.

د طالبانو دغه اقدام د نړېوالو چارواکو اندېښنه راپارولي چې دا به د ښځينه کارفرمایانو پر اقتصاد ناوړه اغیز ولري.

د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او ځينو نور ټولنیزو فعالیتونو د اعلان شوو محدودیتونو پر ادامه، اوس د ښځو پر سينګارتونونو بندیز لګول، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او آزادیو خلاف د طالبانو تر ټولو نوی او وروستی محدودیت دی چې اعلانیږی.

ورته نور ولولئ: افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند، صدیق عاکف مهاجر، په یوه وېډيو کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ويلي دي چې په دغو سینګارتونونو کې مشتریانو ته ځېنې داسې خدمات چې په اسلام کې منع دي، وړاندې کېدل.

مهاجر په خپلو خبرو کې وايي د ښځو د سینګارتونونو په اړه کوم خبر چې دوی تر ېوې میاشتې وروسته نور د فعالیت اجازه نه لري، څو برخې لري: «یو دا چې د هیواد په دغه ناوړه اقتصادي حالت کې هلته ډېر اصراف او غُلو، د زلمي په کور باندې ډېر زیات بوج وو چې پیسې ترې اخیستل کېدلې او دویم دا وو چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده چې یو انسان ته دې د نورو انسانانو ویښتان د هغه د زینت له پاره لګول کيږي.»

عاکف مهاجر د خپلو خبرو په ادامه زیاتوي: «هلته ښځينه و ته نور وېښتان لګول کېدل اضافه، او دریم دا چې هلته د ښځينه و وريځې اېستل کېدې چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی...»

ورته نور ولولئ: د طالبانو محدويتونو افغان مېرمني په غوسه کړي

عاکف په دغه څه باندې درې دقیقه ېې ويډيو کې دا هم وايي چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزير، شيخ محمد خالد حنفي، د طالبانو د رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده اختریز پيغام ته په کتو سره ټولو ولایتي ریاستونو ته خبر ورکړ او «هغوی ېې متوجه کړل چې د ښځو حقوق بايد ضایع نه شي او هغوی ته ېې لارښوونه وکړه چې هيڅ څوک حق نه لري چې د ښځې ميراث ور نه کړي...»

د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو استازې، روزا اوتونبایوا، په جون میاشت کې ويلي ول، ترڅو چي د ښځو پر حقونو محدوديتونه همداسي پاته وي، د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندل «تقريباً ناممکن» دي. خو دا طالبان بیا استدلال کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

ورته نور ولولئ:  ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

د طالبانو رهبر په وروستيو کې خپل د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي، خو د ښځو او نجونو د تعلیم موضوع ته ېې په کې اشاره نه وه کړې. د آخوندزاده د پیغام په یوه برخه کې راغلي: «د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي، ټول شرعي حقوق يې تامین شوي دي.»

آمنه شريفې چې په کابل کې د يو سینګارتون مالکه ده وايي چې هغه د خپلې کورنۍ یوازينې نفقه پېدا کونکې ده. د ميرمن شریفي په خبره، خاوند ېې د پولیسو پخوانی افسر دی، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته بيکاره شوی دی.

ورته نور ولولئ: طالبانو پارکونو ته د ښځو په تگ بندیز لگولی

میرمن شریفي وايي: «سینګارتون زموږ د عوایدو يوازينۍ سرچېنه وه. زه نه پوهيږم چې اوس څه وکړم. نوموړې چې د څلورو ماشومانو مور ده د خپل ژوند له پاره اندېښمنه ده: «موږ به د خپلو لګښتونو پیسې څنګه پرې کوو؟»

دغه افغانه وايي چې د درو نورو ښځو کورنۍ چې له دې سره ېې په سينګارتون کې کار کاوه، هم اوس خپل دغه عواید له لاسه ورکړي دي.

  (AP)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل