1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر او ترکیه طالبانو سره د هوايي ډګرونو پر فعالولو غږيږي

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

د قطر او ترکيې هيوادونو ګډ استازی د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالولو په موخه له طالب چارواکو سره پر خبرو بوخت دي. دغه خبره طالب چارواکو تائيد کړې خو وايي چې خبرې لا هم روانې دي څو موافقې ته ورسیږي.

Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ناوخته د آلمان خبري آژانس ته ویلي وو چې د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې له قطري او ترکي استازو سره خبرې ادامه لري اما دواړو خواو په کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی.

د طالبانو یو بل لوړ پوړي چارواکي بیا ويلي دي چې خبرې ادامه لري، که چیرته دواړه لوري يو توافق ته ورسیدل، نو ټول داخلي او نړیوال پروازونه به بیرته له سره پیل شي.

بل خوا د ترکيې حکومتي خبري آژانس، آنادولو د ديپلوماتيکو منابعو له قوله ويلي دي چې په خبرو کې دخيلې خواوې يوه توافق ته رسیدلي دي او د راتلونکې اوونۍ په جریان کې به پر عملي جزئياتو باندې بحث وشي.

د ترکيې او قطر يو ګډ تخنیکي پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید. د رپوټونو پر اساس دغو دوو هیوادونو توافق کړی چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه به فعالوي.

د افغانستان هوايي حریم په حاضر وخت کې د ګڼ شمیر پروازونو پرمخ تړلی دی. له افغانستان څخه دا وخت يوازې ديپلوماتيک پروازنه او د بشري مرستو یا د تخلیې پروازونه ترسره کیږي.

د آلمان خبري آژانس اضافه کوي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال، د کابل هوايي ډګر ډیر زیانمن کړی دی. دا هغه وخت وو چې په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه په چټکۍ له افغانستانه ووتل، پخواني افغان حکومت سقوط او افغانستان طالبانو ونیوه.

طالبانو ادعا کړې هغه وخت کله چې د کابل هوايي ډګر ونیوه، د هوايي ډګر ترمينل، د رادار سیستم، الوتکې او موټر ټول تخریب شوي ول. وروسته بیا یوه قطري ټيم د کابل هوايي ډګر پر تخنيکي چارو کار پيل کړ او د پروازونو له پاره یې چمتو کړ.

ډي. پي. اې / ک. ص/ خ. ح