1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: قطر ته مو د دولتي پلاوي د راتلو غوښتنه نه ده کړې

مسعود جهش
۱۳۹۸ اسفند ۸, پنجشنبه

افغان حکومت وايي چې یو دولتي پلاوی یې قطر ته د طالبانو تر مکررو غوښتونو وروسته استولی چې له طالبانو سره مقدماتي اړیکه ټینګه کړي خو طالبان بیا وایي چې داسې کومه غوښتنه یې نه ده کړې او له پلاوي سره به ونه ګوري.

Katar Innerafghanisches Dialogtreffen über Wege zu Frieden in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون تر لاسلیکدو مخکې افغان حکومت دوحې ته د یوه پلاوي د استولو خبر ورکړ چې په خبره یې د طالبانو د «مکررو غوښتونو» په پایله کې به له دې ډلې سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه لومړي بحثونه وکړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي، دویچه ویله، ته وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو د مکررو غوښتنو پر بنسټ [چې د] نړیوالو همکارانو له طریقه [شوې وې] د مقدماتې اړیکې ډله جوړه کړه ترڅو له دې ډلې سره اړیکه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او له امریکا متحده ایالاتو سره د مذاکراتي ډلې غړي سهیل شاهین، دویچه ویله ته وویل چې له افغان حکومت څخه یې داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: «دا هیات موږ نه دی راغوښتی او که امریکایي لوري راغوښتی وي، نو هغه د هغوی کار دی.»

امریکا متحده ایالات او طالبان به تر اوږدو خبرو اترو وروسته د شنبې په ورځ سره یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه په مشروط او تدریجي ډول له دې هیواد څخه ووځي او طالبان به له افغانانو سره خبرې اترې پیل کړي.

شاهین ټینګار وکړ چې طالبان د سولې په بهیر کې د مخکې توافق شوي چوکاټ له مخې اقدامات کوي. هغه وویل: «لومړۍ [د امریکا او طالبانو تر منځ] توافقنامه لاسلیکیږي، تر هغه وروسته بیا د اعتماد سازي مرحله ده چې په کې زموږ ۵۰۰۰ بندیان آزادیږي او د کابل د ادارې ۱۰۰۰ تنه بندیان آزادیږي.»

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند روښانه کړه چې یوازې تر دې مرحلې وروسته بین الافغاني خبرې اترې پیلیږي: «په بین الافغاني مذاکراتو کې پر راتلونکي حکومت باندې خبرې کیږي. همدا یو چوکاټ دی.»

که څه هم د وخت تیریدل به روښانه کړي چې طالبان به له دې افغاني پلاوي سره وویني او که نه، خو داسې ښکاري چې آن د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون لاسلیکیدو څخه دومره کمه موده مخکې هم د افغان حکومت او طالبانو خبره لږ تر لږه له رسنیو سره یوه نه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل