طالبان له پاکستانه د درملو واردات بندوي
۱۴۰۴ آبان ۲۱, چهارشنبه
د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو او د سولې مذاکراتو له بې نتیجې پاتېدو وروسته، د دغي ادارې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۱۲) په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان له تجارانو او صنعتگرو وغوښتل چې ژر تر ژره دي د پاکستان پرځای د بدیلو تجارتي لارو د پیدا کولو له پاره اقدام وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې پس له دغه اعلامیې، که هر تجار بیا هم د پاکستان له لارې مالونه وارد او یا صادر کړي او له کوم مشکل سره مخامخ سي، د طالبانو اداره به ورسره هیڅ ډول مرسته ونه کړي.
د طالبانو د ادارې اقتصادي مرستیال زیاتوي: «د هیواد ټول تجاران او صنعتگر باید د پاکستان پرځای، بدیلي تجارتي لارې غوره کړي. دغه لار (پاکستان) نه یوازې زموږ تجارانو ته تاوان رسوي، بلکي بازارونه او خلک یې هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.»
له پاکستان څخه د درملو د وارداتو توقف
د طالبانو ادارې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر، له پاکستان څخه وارداتي دواوي، بې کیفیته وبللې او زیاته یې کړه چې د درملو واردکوونکو ته درې میاشتې وخت ورکول کیږي، ترڅو له پاکستاني اړخ سره خپل حسابونه تصفیه کړي او له نوموړي هیواد څخه د درملو له واردولو څخه ډډه وکړي.
ملابرادر زیاته کړه: «له پاکستان څخه د دواوو له وارد کوونکو څخه په تکرار سره غواړم چې ژر تر ژره دي له بدیلو لارو څخه استفاده وکړي. که کوم څوک په پاکستان کې قرارداد ولري او یا یې هم توکي رانیولي وي، درې میاشتې وخت ورکول کیږي تر څو په همدې موده کې خپل ټول حسابونه تصفیه او کارونه جمع بندي کړي.»
اړوند:د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته او د یوې سترې جګړې د پېلېدو اندېښنه
هغه ټینگار وکړ: «د مالیې وزارت ته سپارښتنه کوم چې پس له دریو میاشتو دي، له پاکستان څخه وارداتي درمل محصول نه کړي او هیچاته دي د هغوی د واردولو اجازه ورنه کړي.»
د افغانستان د اړتیا وړ درملو ډېره برخه له پاکستان څخه واردیږي او طالب چارواکو د دارو درملو د وارداتو د دقیقې اندازې په هکله معلومات نه دي ورکړي.
آیا د سوداگرۍ بدیلي لارې ارزانه تمامیږي؟
که څه هم د طالبانو ادارې اقتصادي مرستیال تاجرانو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د صادراتو او وارداتو له پاره بدیلو لارو ته لاسرسی لري او د سیمې له هیوادونو سره یې اقتصادي اړیکې پراخې سوې دي، خو د افغانستان د سوداگرۍ او پانگه اچونې د خونې مسؤلین وايي چې دغه لارې د تجارانو له پاره ډیرې گرانې تمامیږي.
د افغانستان د سوداگرۍ او پانگه اچونې د خونې مرستیال خان جان الکوزي، دویچه ویلې ته وویل: «بدیلې لارې موجودې دي، خو گرانې تمامیږي او موږ کولای سو دغه مالونه له هند څخه د چابهار او بندر عباس له لارې او یا هم له چین، قزاقستان، منځنۍ آسیا او روسیې څخه وارد کړو. خو ډېر گران تمامیږي. په دې کې شک نسته، هغه جنس چې د کراچي له لارې راځي او یا موږ له پاکستان سره تجارت کوو، زموږ له پاره ارزانه تمامیږي.»
هغه ټینگار کوي چې پاکستان او افغانستان په تجارت کې یو بل ته اړتیا لري او د سرحدي لارو په تړل کیدو سره، د پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان توکي د کراچي په بندر کې بند پاته دي.
اړوند:د کراچۍ له بندره د افغانستان د تجارتي توکو ترانزیت ځنډول شوی
هغه زیاتوي: «همدا پنځه میلیارډه ډالر د ټول افغانستان سرمایه ده، پرته له هغه تجاران نوره سرمایه نه لري چې وې کاروي. اول باید د همدغې سرمايي غم وخوړل سي. موږ له نړۍ او اسلامي هیوادونو او پاکستان له خلکو غواړو چې دغه ستونزه حل کړي.»
د خان جان الکوزي په خبره، د پاکستان په میلیاردو ډالرو مالونه هم په افغانستان کې بند پاته دي چې تر اوسه دواړو خواوو ته شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی.
د سرحدي لارو تړل پاته کیدل
د طالبانو د ادارې ترواکمنۍ لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحدي شخړو وروسته ، پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې سرحدي لارې وتړلې. یوازې د سپین بولدک سرحدي لار کله ناکله د مهاجرو د اخراج له پاره پرانیستل کیږي، خو د دواړو هیوادونو د تجاران مالونه د سرحد پر دواړو خواوو او کراچي بندر کې بند پاته دي.
اسلام آباد د طالبانو اداره ، ملیشو په تیره بیا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته چې په منظم ډول په پاکستان کې د مرگونو بریدونو مسؤلیت پرغاړه اخلي، په پناه ورکولو تورنوي. واکمن طالبان نوموړې ډلې ته له پناه ورکولو انکار کوي او د پاکستان پر حکومت ورته تورونه واردوي.