طالبان: د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزه له دپلوماتیکي لارې حلوو
۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه
څور ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیويي فلمونه لاس په لاس کیدل چې پکې ښکاري چې د طالبانو جنګیالي د افغانستان او پاکستان پر پوله نصب شوی اغزن سیم نړوي. د طالبانو له لوري دغه کار د پاکستاني پوځیانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د یادې شخړې په تړاو وايي چې طالبان به د دې ستونزې په هکله له پاکستان سره د دپلوماتیکي چینلونو له لارې خبرې وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې رامنځ ته شوي دي. بلخي د شخړو د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي خو لیکلي یې دي چې د یادې ستونزې د حل کولو له پاره د دواړو لوریو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده.
د عبدالقهار بلخي د ټویټ په یوه برخه کې همدا راز راغلي چې د طالبانو حکومت د خبرو او تفاهم او ښه ګاونډیتوب له لارې د ستونزو پر حل باور لري: «په دې هکله به له پاکستاني لوري سره له دپلوماتیکي لارو خبر وکړو.»
دا هم په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، تائید کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن سیم پر سر پیچلی وضعیت رامنځته شوی او دا چې له طالبانو سره به دغه ستونزه د دېپلوماتیکي خبرو له لارې حل شي. قریشي ویلي: «موږ اغزن سیم نصب کړی او نصب ته به یې ادامه ورکړو.»
پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې له افغانستان سره پر پوله د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار د نصبولو کارونه پیل کړل چې تر دې مهاله یې د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې پر زیاتره برخو اغزن تار نصب کړی دی. د افغانستان پخوانیو حکومتونو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم نصب او د تاسیساتو جوړول غیرقانوني بللي وو او دغه موضوع د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تر دې وړاندې هم د ستونزو سبب شوې وه.