1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته مو بریدونه کړي

۱۴۰۳ دی ۸, شنبه

افغانستان کې د طالبانو ادارې خبر ورکړی، چې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د دوی په ټکو «د شریرو عناصرو او د هغوی د حمایت کوونکیو » مرکزونه او پټنځایونه په نښه کړي.

افغانستان کې سیمه اېیزې رسنۍ وایي چې په نښتو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده
دغو بریدونو زرګونه کورنۍ له خپلو مینو بې ځایه کړيانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

افغانستان کې د طالبانو ادارې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د افغانستان په سویل ختیځ کې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د دوی په ټکو، د « شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکیو» مرکزونه او پټن ځایونه په نښه کړي، له کومو چې افغانستان کې بریدونه تنظیمېدل.

دفاع وزارت د خبرپاڼې په شکل دا وضاحت وروسته له هغې خپور کړ، چې له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو ملاتړي پر خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې خپروي، چې ګواکې طالبانو د پاکستان ځينې پوستې په نښه کړي او دا، چې د دواړو هېوادونو د سرتېرو تر منځ نښتې شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت که څه هم ظاهرآ دغه بریدونه د « شریرو عناصرو« په توګه عنوان کړي؛ خو د خبرپاڼې په یوې برخې کې یې بېګانیو بریدونو ته د »انتقام« کلمه کارولې ده.

په دغې خبرپاڼې کې راغلي:»د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې  بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې  بریدونو تنظمېدل.»

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

28:52

This browser does not support the video element.

طلوع نیوز بیا د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د شنبې ورځو نښتو له امله په خوست او پکتیا کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او دواړو لوریو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

تېره اونۍ پاکستان د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل، چې وروسته د طالبانو ادارې په دغو بریدونو کې د څه باندې پنځوسو کسانو وژل کېدل تائید کړل.

که څه هم پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو، چې دغو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو مهم غړي وژلي؛ خو افغان واکمنو ویلي، وژل شوي کسان عام خلک وو، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

تېره اونۍ پاکستان د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل.انځور: AFP/Getty Images

تر اوسه د پاکستان حکومت د پکیتکا د هوايي بریدونو په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړي؛ خو د دغې هېواد د باندنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ همدومره ویلي وو، چې « د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله ځینې پېښې شوي دي.» د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو ادارې لوړ پوړو چارواکیو د ورته عمل خبره کړې وه او دا، چې د دغو بریدونو غچ به واخلي. تر اوسه د طالبانو تازه بریدونو ته پاکستاني اړخ کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل