1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان هڅه کوي له امریکا او نورو هیوادو سره اړیکې ټینګې کړي

۱۴۰۰ آذر ۲۲, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په یوه مرکه کې ویلي دي چې د دې ډلې حکومت په اصولو کې د نجونو او ښځو زده کړې او کار ته ژمن دی او پر نړۍ یې په افغانستان کې له میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستې غږ کړی دی.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالې وزیر امیرخان متقي له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت غواړي له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري او له امریکا متحده ایالاتو سره کومه ستونزه نه لري.

هغه له واشنګټن او نورو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده کنګل شوي ډالر دې آزاد کړي.

متقي د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي دي: «د افغانستان تحریمول به کومه ګټه ونه لري... د افغانستان بې ثباته کول او یا په دغه هیواد کې یو کمزوری حکومت به د هیچا په ګټه نه وي.»

متقي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګول شوو بندیزونو په اړه د نړیوالو اندیښنې پر ځای وبللې. د افغانستان په ډیرو سیمو کې نجونو ته له اووم تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې، همدارنګه د دولتي ادارو ډېرو کارمندانو ته په کور کې د پاتېدو ویل شوي دي. د طالبانو چارواکو ویلي دي چې په ښوونځیو او ادارو کې د جنسیتي جلاوالي په موخه تدابیرو له پاره وخت ته اړتیا لري.

طالبانو د خپلې تیرې واکمنۍ پر مهال (له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله) د زده کړې او تحصیل څخه د نجونو په محرومولو سره او همدارنګه د تفریحي پروګرامونو په منع کولو او د خلکو په عامه محضر او سټیډیمونو کې په اعدامونو سره نړیوال په شوک کې اچولي ول.

خو متقي ویلي دي چې طالبانو د هغه وخت په پرتله تغیر کړی دی: «موږ په ادارې او سیاست... له ملت او نړۍ سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی دی. د هرې ورځې په تیریدو سره موږ لا زیاتې تجربې او پرمختګ ترلاسه کوو.»

متقي زیاته کړه چې اوس د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په لسو کې یې نجوني تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي، خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه بې له کوم ممانعت څخه فعال دي او د روغتیا په سکتور کې ټولې ښځې خپلو کارونو ته بیرته ستنې شوې دي. هغه ټینګار وکړ: «دا د دې ښکاریندویي کوي چې موږ په اصولو کې د ښځو مشارکت ته ژمن یوو.»

متقي ادعا وکړه چې طالبانو خپل مخالفان هدف نه دي ګرځولي، بلکې عمومي عفوه یي اعلان کړې ده او د ځینو خو حتی ساتنه کوي. د هغه په خبره د پخواني حکومت مشران بې له کوم ګواښ څخه په کابل کې ژوند کوي، که څه هم ډیر یي له هیواده وتلي دي.

انس حقاني: نړۍ د رسمیت پیژندلو له پاره شنه څراغونه راکړي

26:52

This browser does not support the video element.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمان تیره میاشت رپورټ ور کړ چې طالبانو د پخواني حکومت د پولیس او استخباراتو تر ۱۰۰ ډیر غړي د افغانستان په څلورو ولایتونو کې وژلي او یا هم په اجباري توګه لادرکه کړي دي. خو سره له دې هم په پراخه پيمانه د مجازاتو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

متقي پخوانی حکومت چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته رامنځته شوی وو، د طالبانو پر وړاندې په پراخه پيمانه غچ اخیستونکو اقداماتو تورن کړ. هغه ادعا وکړه چې په سلګونو طالبان لادرکه او یا هم ووژل شول او په زرګونو نور غرونو ته وتښتیدل.

متقي زیاته کړه د دې دلیل چې د اګست پر ۱۵ د کابل تر سقوط وروسته په زرګونو تنو د کابل هوایي ډګر ته مخه وکړه، څو له هیواده ووځي ویره نه وه، بلکې د بی وزلي او د یوه بهتره ژوند هیله وه.

خو سره له دې متقي اعتراف وکړ چې طالبانو د خپل حکومت په لومړیو میاشتو کې ځینې تیروتنې کړي دي: «موږ پر لا زیاتو اصلاحاتو کار کوو چې د ملت په ګټه به وي.» هغه د دغو تیروتنو او په پام کې نیول شوو اصلاحاتو په اړه څه نه وویل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا تقویه کیدو په اړه په منځني آسیا کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال فرانک مکنزي څرګندونې رد کړې. طالبان د ۲۰۲۰م کال په موافقتنامه کې له امریکا سره ژمنه کړې ده چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او تروریستي ډلو ته به اجازه ونه کړي چې په افغانستان کې ځالې جوړې کړي.

متقي ویلي دي چې طالبان پر خپلې دې ژمنې او همدارنګه له افغانستان څخه د وتلو په وروستي پړاو کې پر امریکایي او ناټو ځواکونو برید نه کولو ته ژمن پاتې شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې ده: «له بده مرغه د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد تورونه لګول کیږي، خو شواهد نشته. که مکنزي کوم ثبوت لري هغه دې وړاندې کړي. زه په ډاډ سره ویلی شم چې دغه تورونه بې بنسټه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې د داعش د خراسان څانګي بریدونه پر شعیه ګانو او د طالبانو پر ګزمو زیاتې شوي دي. د داعش خراسان څانګې د نورو ترڅنګ په کندز او کندهار کې د شعیه ګانو پر جوماتونو بریدونه ترسره کړي دي او په وار وار سره یي د طالبانو لیږدونکي موټرې په نخښه کړي دي.

متقي ویلي دي چې طالبان په دې وروستیو اونیو کې برلاسي شوي دي او په تیره یوه میاشت کې د داعش له خوا کوم لوی برید نه دی شوی. په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو معلومولو په اړه د امریکا فعالیتونه هم له دغه هیواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته کم شوي دي.

متقي ویلي دي چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له امریکا سره د همکارۍ تصور نه شي کولی. خو هغه هیله څرګنده کړه چې امریکا به د شواهدو په لیدلو سره په دې اړه چې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان که په خپلو پښو د دریدو توان ولري د متحده ایالاتو په ګټه هم دی. «په کراراه کره د افغانستان په اړه به خپل سیاست ته هم تغیر ورکړي.»

دغه طالب چارواکي په دې مرکه کې ویلي دي: «امریکا او د امریکا ملت ته زما وروستۍ خبره دا ده: تاسې یو لوی او ستر ملت یاست او باید صبر او لوی زړه ولرئ، څو د نړیوالو قواعدو او نورمونو په اساس د افغانستان په هکله سیاست خپل کړئ او اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدئ، زموږ تر منځ واټن را لنډ او له افغانستان سره ښه مناسبات اختیار کړئ.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز