1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: هېڅ څوک نشي کولی په دوو حکومتي پستونو کې کار وکړي

۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبه

د طالبانو عدليې وزارت وايي د طالبانود رهبر ملا هبت الله آخوندزاده د یو نوي فرمان پر اساس هېڅ څوک نشي کولی په یوه وخت کې دوه دولتي دندې ولري. په دغه فرمان کې راغلي که څوک دوه ځایه دنده لري، د «یوه ځای دنده دې پرېږدي.»

د طالبانو رهبر ملا هبت الله آخوندزاده
د طالبانو عدليې وزارت وايي د طالبانود رهبر ملا هبت الله آخوندزاده د یو نوي فرمان پر اساس هېڅ څوک نشي کولی په یوه وخت کې دوه دولتي دندې ولري انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

په افغانستان کې د طالبانو عدليې وزرات د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۱۶مه) خبر ورکړ چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله آخوندزاده فرمان صادر کړی چې هېڅ څوک نشي کولی په یوه وخت کې په دوو دولتي پُستونو کې دندې اجرا کړي. په دغه فرمان کې په مشخصه توګه د کوم چارواکي نوم نه دی یاد شوی.

د طالبانو مشر په دغه فرمان کې امر کړی حکومتي کارکوونکي که هغه د ټيټې یا د لوړې رتبې وي، نشي کولی په یوه وخت کې دوه حکومتي دندې ولري. دغه فرمان چې د طالبانو عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، په یوه برخه کې ېې داسې راغلي: «د اسلامي امارت هېڅ مسئول کس هغه که ټيټ رتبه وي کې لوړ رتبه؛ نشي کولی چې په یوه وخت کې دوه ځایه په رسمي ډول دنده اجرا کړي.»

ورته نور ولولئ:  «موږ هره ورځ په ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»

د فرمان په یوه بله برخه کې راغلي: «کوم کسان چې دوه ځایه دندې ترسره کوي، د یوه ځای دنده دې پرېږدي.»

په فرمان کې د طالبانو د هېڅ چارواکي نوم نه دی ‌ذکر شوی، خو آخوندزاده د خلیل رحمن حقاني تر وژل کېدو وروسته، د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو وزیر په توګه ګمارلی دی.

ورته نور ولولئ: د انساني قاچاق په اړه د طالبانو د مشر فرمان

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر وو چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. خو عبدالکبير لا هم د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړې ده.

عبدالکبير د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې د طالبانو د رئيس الوزرا د معاون په توګه ټاکل شوی وو.

ورته نور ولولئ:  د طالبانو مشر له پوځي ادارو د وسلو د وېش واک سلب کړ

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب