1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

طالبانو د مرسل نبي‌زاده ساتونکی د هغې د قتل په تور نیولی

سید ریاض
۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

طالبان وايي چې د افغانستان د پارلمان د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او د هغې د ساتونکي د وژلو په تړاو یې د هغې یو بل ساتونکی نیولی دی.

Afghanistan | Handybildschirm zeigt Mursal Nabizada
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «مرسل نبي زاده او محافظ یې اسمعیل د هغې د يوه بل ساتونکي مالیار، له لوري وژل شو دي.»

نوموړي لیکلي دي چې دغه ساتونکی چې «فراري وو، د کشفي عملیاتو په پایله کې نیول شوی او پر خپل جرم معترف دی.»

دغه پېښې په ځانګړې توګه د ښځو د امنیت په هکله جدي اندېښنې راپورته کړې وې او د دې سبب وګرځید چې دیپلوماتان او د بشري حقونو سازمانونه پر طالبانو غږ وکړي چې د پخوانیو حکومتي چارواکو خوندیتوب یقیني کړي. مرسل نبي زاده او د هغه ساتونکی د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې په خپل کې په یوه برید کې ووژل شول.

د خالد ځدراڼ په خبره «د جرم د ارتکاب د عواملو او نورو اړخونو د معلومولو له پاره نورې څېړنې هم روانې دي.»

د استازو مجلس پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده په کابل کې وژل شوې

نبي زاده د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري د واک تر نیول کیدو پورې د پارلمان وکیله وه. که څه هم هغه مهال ډېر پخواني چارواکي له هیواده ووتل، خو نبي زاده په کابل کې پاتې شوه.

طالبان هر وخت په ټول هیواد کې د امنیت ټینګولو ادعا کوي، خو د کابل په ګډون په بیلا بیلو سیمو کې د بریدونو او کابو هره ورځ د مرموزو وژنو رپوټونه ورکول کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل