1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د مېرمنو کار «داخلي ټولنيزه موضوع» ده

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

طالبانو د ملګرو ملتونو لپاره د مېرمنو پر کار د بنديز په موضوع کې ويلي دي چې دا يوه «داخلي ټولنيزه موضوع» ده. مخکې د امنيت شورا د دغه بنديز د ليري کولو غوښتنه کړې وه.

USA New York | UN-Sicherheitsrat
انځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

طالبانو له هغه څخه يوه ورځ وروسته چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر طالبانو ږغ وکړ چې د مېرمنو په وړاندې بنديزونه ليري کړي، دغو توندلارو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل په ۲۸ نېټه) ويلي چې دا يې داخلي موضوع ده.

دغه هم ولولئ: م.م.: طالبان د دوحې خبرو ته نه راغواړو

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ټولو ۱۵ غړو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل په ۲۷ نېټه) په تفقه توګه يوه اعلاميه تصويب کړه. په دغه اعلاميه کې راغلې ول چې په افغانستان کې د غيردولتي سازمانونو سره د مېرمنو پر کار بنديز «د بشري حقونو او د بشري اصولو نقض دی».

د امنيت د شورا اعلاميه

د امنيت د شورا په اعلاميه کې پر ټولو دولتونو او سازمانونو ږغ شوی دی چې په افغانستان کې پر مېرمنو د لګول شوو محدوديتونو د «په عاجله توګه ليري کولو لپاره خپل نفوذ وکاروي.»

دغه هم ولولئ: امریکا او ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

د طالبانو د باندنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ خپره شوې اعلاميه کې وويل چې د امنيت د شورا ياده اعلاميه په دې کې پاتې راغلې چې «د دغه هیواد خودمختاره» فيصلو ته درناوی وکړي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي چې دوی د مېرمنو د حقونو و حفظ کولو ته ژمن دي خو دا چې دوی «پر دې ټينګار کوي چې و بېلابېلوالي ته بايد احترام وشي او نبايد چې سیاسي کړل شي.»

«کورنۍ ټولنيزه موضوع»

طالبانو زياته کړې: «دا د افغانستان يوه کورنۍ ټولنيزه موضوع ده او پر باندنيو دولتونو باندې هيڅ اغېر نه کوي.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې په کابل کې د پر واک راتللو راهيسي پر مېرمنو يو شمېر محدوديتونه لګولي دي او په استدلال کې يې د شريعت خپل تعبير ښيي. خو ملګرو ملتونو دغه محدوديتونه «د جنسيت پر اساس ولاړ اپارتهايد يا تبعيض» بللي دي.

طالبانو په افغانستان کې تر زياتې اندازې په دولتې او غير دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو او په عامه ځايونو لکه له پارکونو او سپورټي ځايونو منع کړي دي.

دغه هم ولولئ: د ویانا په ناسته کي د طالبانو پر وړاندي د مخالف خوځښتونو پر یوموټي کېدو ټینګار وسو.

د طالبانو لوړ پوړي چارواکي انس حقاني د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا ږغ وکړ چې «د فشار راوړلو له ناکامه پاليسۍ څخه کار اخيستل» دې پرېږدي. د هغه په وينا هر هغه دريځ چې پر ژور پوهاوي نه وي ولاړ، هغه به مطلوبې پايلې ونلري.

آ./ا.ا./ن.ص.

آیا طالبان به پر ښوونیزو مرکزونو محدودیتونه لا ډیر کړي؟

29:46

This browser does not support the video element.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب