1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد: په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو دوه عاملان نیولي

۱۴۰۰ آبان ۹, یکشنبه

طالبان وايي په ننګرهار ولایت کې د یوه واده پر مراسمو د ډزو دوه عاملین يې نيولي دي. د جمعې په ماښام يو شمیر طالبانو د یوه واده پر مراسم د دې له پاره چې موسیقې يې غږوله ډزې وکړې، دوه کسان ېې ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

Afghanistan Anschlag Autobombe in der Provinz Nangahar
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

مجاهد: په ننګرهار کې د واده پر مراسمو د ډزو دوه عاملین مو نیوليد طالبانو یو شمیر غړو د جمعې ورځې په ماښام د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ په مارغونډۍ کلي کې د یو واده د مراسمو پر يو شمير ګډونوالو د دې له پاره ډزې وکړې چې موسیقې يې غږوله. په دغه پیښه کې ۲ کسان او ځينې رپوټونه بیا وايي چې ۳ کسان وژل شوي او لږ تر لږه لس نور ټپیان دي.

د سیمي یوه سپینږیري چې د نوم نه خپریدو په شرط یې خبرې کولې وویل چې په لومړي سر کې طالبانو کلیوالو ته د موسیقۍ غږولو ته اجازه ورکړې وه. د هغه په خبره، وروسته بیا یو شمیر طالبانو د واده پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد نن (يکشنبه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۳۱مه) پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي دي چې په ننګرهار کې د یوه واده پر مراسمو د ډزو پيښې په تړاو دوه تورن کسان نيول شوي دي. هغه زیاته کړې چې يو بل تورن تښتیدلی چې د نيولو له پاره يې هڅې پیل شوي دي.

د طالبانو له لورې د واده پر مراسمو د ډزو پيښې له ځانه سر ډير غبرګونه راپارولي دي.

خو مجاهد بیا وايي چې ډزې د شخصي خصومتونو پر اساس شوي دي. هغه لیکلي: «د پيښې عاملين چې د اسلامي امارت له نوم څخه په استفاده یې شخصي تربګني پاللې د ‌شريعت منګولو ته وسپارل شول.»

تیره ورځ د ننګرهار ولایت روغتیايي چارواکو ويلي وو چې په پيښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمیر نور  ټپیان دي چې ټپیان د درملنې له پاره ځايي روغتون ته انتقال شوي دي.

د اګست مياشتې په نیمايي کې چې طالبانو تر شل کلنې جګړې وروسته بیا په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړ، يو شمیر افغان سندرغاړي او هنرمندان بهرنيو هیوادونو ته ووتل او هغه چې په هیواد کې پاتې دي ښايي هنري فعالیتونه ونلري.

طالبانو په خپله لومړنۍ واکمنۍ کې چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د موسقي اوریدل او غږول مطلق بنده کړې وه او متخلفانو ته يې سزا ورکوله.